نړۍ

بلوچستان : وسله والو ۱۴ تنه پاکستاني عسکر وژلي او لس نور ټپیان کړي دي .

.

دپاکستان دبلوچستان ایالت دسماولنګ په سیمه کې دحکومتي عسکرو اووسله والو قبایلي بلوڅانو ترمنځ په نښته کې دیوتن میجر په ګډون څوارلس تنه حکومتي حکومتي عسکر وژل شوي او لس نور ټپیان شويدي .

په کوټه کې دایف سی ویاند مرتضی بیګ دپېښې دتائید تر څنګ خبریالانو ته ویلي چې دوژل شویو عسکرو تړاو د پښتونخوا او پنجاب ایالتونو سره وو چې جسدونه یې خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي او ټپیان یې ایالتي مرکز کوټې ته لېږلي دي .

بیګ زیاته کړه چې په نښته کې یې ځایې وسله والو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې .

دیادونې وړده چې تېره ورځ دلورلایې سیمې ته څېرمه دسماولنګ په سیمه کې هغه مهال نښته رامنځ ته شوه چې کله سیمه ایزو بلوڅانو د ایف سی عسکرو په یوه کمپ دراکټونو حمله وکړه.

د( بلوچ لیبریشن ارمي) نومې وسله والې ډلې دپېښې پړه په غاړه اخلي او په وینا یې دڅلویښت عسکر یې وژلي او ګڼ شمېر موټر یې ور تخریب کړي دي .

عابرمسافر/ نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x