افغانستان

جان کېري ته د حمید صدیق لیک ورکولو پوښتنې راپارولې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): کابل نړیوال هوايي ډګر ته د جمعې په تروږمۍ کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري له رارسېدو سره یې ښه راغلاست ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس، حمید صدیق یوازې ولاړ و.

کله چې جان کېري راکښته کېږي، حمید صدیق ورته یو لیک ورکوي. اوس د دې لیک د منځپانګې په اړه ګڼې پوښتنې راولاړې شوې دي. تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده، چې دا لیک د چا له خوا جان کېري ته استول شوی. دا لیک ولې دومره مهم و، چې د دیپلوماتیک نزاکت خلاف له راتګ سره سم د کامرو پر وړاندې جان کېري ته سپارل کېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې استازو هم د حمید صدیق پر دې کار سختې نیوکې کړي دي. د جرګې استازي غوښتنه کوي، چې حمید صدیق باید د دې لیک په اړه سپیناوی وکړي.

د ولسي جرګې غړی، بکتاش سیاووش وايي: «دا د اخلاقو او د دیپلوماتیکو منل شوو اصولو خلاف کار و. باید د دې کار پوښتنه وشي. دا هم باید وپوښتل شي چې د دې لیک محتوا څه وه او ولې په سیاسي لحاظ بداخلاقه خلک د بهرنیو چارو وزارت د تصمیم نیونې په پوسټونو کې ځای لري».

اصلي پوښتنه دا ده، چې دا لیک چا استولی او له دې لیکه یې موخه څه وه. د ولسي جرګې بلې استازې، شکريې بارکزۍ ویلي دي: «دا د مافیايي سیستم یوه برخه ده چې غواړي خپلې غوښتنې له قانونه پورته ښکاره کړي».

مګر ښاغلي حمید صدیق د دې لیک منځپانګه ډېره ساده ښودلې ده. هغه وايي، په هغه لیک کې کابل ته د جان کېري د سفر مهالوېش او لیکلړ لیکل شوي وو.
په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه له خبریالانو سره خبرې نه دي کړي.

حتا داسې هم ویل کېږي، چې حمید صدیق د ولسمشرۍ د کوم نوماند لیک جان کېري ته سپاره.

د حامد کرزي په حکومت کې یوه ستونزه هم دا یادېږي، چې د بهرنیو چارو وزارت د مافیايي کړیو په ولکه کې دی او په دې وزارت کې د شایسته سالارۍ پر ځای د پټو معاملو له لارې خلک ګومارل کېږي؛ ځکه ډېری وخت د دې وزارت کارمندان پر دغه وړ ناوړه دیپلوماتیکو بې نزکتیو تورن شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x