افغانستان

ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت د امنیتي ډاډ ترلاسه کولو پورې تړلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت په دې پورې تړلی ترڅو افغانستان یوځل بیا د «ترهګرو» پر پټنځای بدل نه شي.

دا څرګندونې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د بلجیم له دفاع وزیرې«لودوین دیدوندر» سره په لیدنه کې کړي او ویلي یې دي، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدل په راتلونکي کې  د افغانستان په اړه ددغه سازمان پرېکړې سختوي.

نوموړي دغه راز طالبان د تاوتریخوالي په زیاتولو او ژمنو په نه عملي کولو تورن کړي او زیاته کړې یې ده، هره پرېکړه چې کیږي باید ډاډ ترلاسه شي ترڅو افغانستان یوځل بیا د «ترهګرو» پر پټنځای بدل نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا د تړون له مخې امریکا ژمنه کړې چې د راتلونکې مئ تر میاشتې به له افغانستان څخه ټول بهرني عسکر وباسي او په مقابل کې یې طالبانو ژمن دي چې افغانستان څخه د امریکا او متحدینو هېوادونو ته ګواښ نه پېښوي.

که څه هم دغې نیټې ته د ګوتې په شمېر میاشتې پاتې دي؛ خو په امریکا کې د نوې ادارې رامنځته کېدو سره داسې ګونګوسې دي، چې ښايي امریکايي چارواکي په یاده نیټه خپله دغه ژمنه عملي نه کړي، د کومې له امله چې ښايي د طالبانو لخوا هم یاد تړون مات او افغانستان کې یوځل بیا جګړې زور واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx