افغانستان

حنیف اتمر: کابل او واشنګټن پر یوې نوې طرحې کار کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن لخوا د دوحې تړون بیا ارزولو څخه د هرکلي ترڅنګ د کابل او واشنګټن ترمنځ پر یوې نوې طرحې د کار پیلولو څخه خبر ورکړی دی.

حنیف اتمر دا څرګندونې تیره ورځ په کابل کې خبریالانو ته کړي او داسې یې ویلي: «ډېر ژر به د افغانستان دولت او د امریکا دولت د ګډ پلان پر یوې پروسې او جدي مذاکرې کې وړاندې ګام واخلي، دا پروسه له تېرې شپې راهیسې پيل شوې ده او په شدت به مخته ولاړه شي.»

نوموړي په دې هکله د جزیاتو له ورکولو پرته څرګنده کړې چې په دغه پروسه کې به د دواړو دولتونو د امنیت شوراګانې او ټول هغه مهم وزارتونه شامل وي چې په خبره یې په سیاسي چارو کې ونډه لري.

حنیف اتمر په داسې مهال د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون بیا کتنې څخه هرکلی کوي، چې تردې وړاندې د کابل حکومت مشر اشرف غني او د هغه مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش هم د امریکايي چارواکو له دغه ګام څخه هرکلی او ملاتړ کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو له تیرې ورځې راهیسې «امریکا له افغانستانه ووځئ» تر عنوان لاندې پراخ کمپاین پیل کړی او په ترڅ کې یې امریکايي چارواکي دېته هڅولي چې د دوحې تړون مطابق له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

لکه چي شل کاله مخکي شمالي ټلوالي په خپلو دروغو او د امريکا نادانو سياستوالو امريکا د عنکبوت په ځاله کي کښيستل دا ځل اشرف غني او دهغه فاسده اداره او په واشنګټن کي بيا نااهله سياستوال غواړي چي امريکا د عنکبوت په کښيوتلي ځاله کي هم داسي وساتي . چي دا ډول سياست پر مخ بيول به د امريکا اقتصاد او شان وشوکت د لس درجي زلزلې په څير و لړزوي . افغانان به څه دلاسه ورنکړي ، په مقابل کي د امريکا ابرو به د مځکي سره خاوري سي .ځکه نو د بايډن ګروپ ، پارلمان ، د… نور لوستل »

pattang@web.de

افرين ژوندی اوس !

احمد

امروز یو پرخوانی کمونیست خالیست ده. او په سنگ کی یو غر صادق و او وطن پلورونکی ده.
مقاومت و د کابل حکومت پرزور د استقلال یاسینی لار ده.

ملا جانان

که چیري کابل و واشنګټن ته یوه داسي تګلاره وروښیي چي په افغانستان کي کار ورکړي نو په ډاډه زړه ویلای سو چي په مریخ کي د ښار جوړولو کامیابه طرحه هم ورکولای سي. حنبیف اتمر محضي د کاغذو دیب دی. یوازي غوړه ژبه لري نور په سیاست، حکومتوالي او مدیریت په الف با هم نه پوهیږي. د کابل په اداره کي ټول داغسي احمقان سره راغونډ سوي دي.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx