افغانستان

هرات کې د ۲ میرمنو په ګډون ۳ تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې طالبانو د دوو میرمنو په ګډون ۳ تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې دغه دوه میرمنې او یو نارینه له یو عراده موټر سره تیره ورځ د انجیل ولسوالۍ اړوند «پرواني» سیمې څخه اختطاف شوي وو، چې طالبانو یې د لټون لپاره عملیات ترسره کړي دي.

په خبر کې ویل شوي، د اختطافګرو پرضد د طالبانو عملیاتي قطعې د پرلپسې تصفیوي عملیاتو پایله کې بیګا د جمعې په شپه په یاده سیمه کې اختطاف شوې دوه میرمنې، یو سړی او د هغوی موټر له اختطافګرو څخه آزاد کړي دي.

طالبان وايي، د عملیاتو پرمهال اختطافګر له سیمې څخه تښتېدلي او یو عراده موټر یې طالبانو ته په لاس ورغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې هم د پلازمینې کابل په ګډون ګڼو ولایاتو کې د غلو او انسان تښتوونکو پرضد ځانګړي عملیات ترسره کړي او ګڼ شمېر هېوادوال یې د تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې طالبان په داسې مهال د انسان تښتوونکو له منګولو د دوو میرمنو په ګډون ۳ تنه آزادوي چې له تیرو درې میاشتو راهیسې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف څخه د عبدالرؤوف په نوم تښتول شوی ۹ کلن ماشوم لاهم د انسان تښتوونکو په منګولو کې دی او وخت په وخت یې کورنۍ ته ځوروونکې ویډیو کلیپونه استوي، چې له امله یې د نوموړي ماشوم مور ته رواني تکلیف هم پیدا شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx