ټولنیزه برخه

ځمکې او کورونه مه خرڅوئ

حامد افغان

رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې کور (بل روایت کې ځمکه هم ورسره راغلې) خرڅ کړي او هغه پیسې یې د دې کور په څېر بل کور کې ونه لګوي، الله به هغو پیسو ورته برکتي نه کړي. عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ بَاعَ دَارًا وَلَمْ يَجْعَلْ ثَمَنَهَا فِي مِثْلِهَا لَمْ يُبَارَكْ لَهُ فِيهَا. ابن ماجة (2482) واحمد

امام ابو جعفر الطحاوي رحمه الله وایي: الله جل جلاله ځمکه ستایلې او برکتي ګڼلې ده. (وبارك فيها وقدر فيها أقواتها) نو څوک چې کور او ځمکه خرڅوي ګواکې د الله برکتي شی خرڅوي، نو سزا یې دا شوه چې د ځمکې په بدل کې کوم شی اخلی هغه به بې بذږرکته یي. “بيان مشكل الآثار”(9/206)

ملا علي القاري رحمه الله المرقاة کې لیکي: ځمکې او کورونه خرڅول او په هغو پیسو غیر منقوله سامان اخیستل نامستحب کار دی، ځکه د ځمګو ګټه ډېره، ستونزې او تاوانونه یې کم وي او د منقوله سامان پر خلاف غله او غدوی یې پټولی او تروړلی نه شي. نو ښه خبره دا ده چې ځمکې او کورونه باید خرڅ نه کړل شي او که څوک یې خرڅ کړي نو ښه خبره دا ده چې په هغو پیسو بیا کور یا ځمکه واخیستل شي. مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح (5/1983). لکه حدیث کې ښکاره راغلي دي، چې د کور یا ځمکې پیسې د هغه په څېر ځمکه کې بندې نه کړي.(وَلَمْ يَجْعَلْ ثَمَنَهَا فِي مِثْلِهَا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx