شعـــــرونه

کرکه د وسلې په څېر لۀ ښار غرو ته راغلې ده/ سکندر

محمد رحيم سکندر

کرکه د وسلې په څېر لۀ ښار غرو ته راغلې ده
دا رنـډۍ شپېلۍ لکه کړنګا زړو ته راغلې ده

کلـي کـې نـشـه ژڼي تاوېږي کار ته نۀ وځـي
چـا کره خـوشـبو زلفینه بیا شپو ته راغلې ده

یـمـه د وطـن هوښیار مـرغۀ په ازادۍ مـیـن
وه یـارو! یوه هتکړۍ دوو پښو ته راغلې ده

اوښکې لۀ بڼو لوټلې راشي په بارخو سوځي
دا جرګه لۀ غلو نه په ګیله غلو ته راغلې ده

مـونـږه سـکندره سرټیټۍ کې هم کتل پورته
ځـکه ای تـوبه نـړۍ اخېر هـو ته راغـلې ده

خوست زندان ۲۰۲۱/۱/۱

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx