شعـــــرونه

دا انقلاب صبرِ جمیل، زړه د خلیل غواړي/کامران

عبدالرشید کامران

د وخت فرعون لکه چې بیا څپې د نیل غواړي
باران د کاڼو او نعره د جبرائل غواړي

یتیم ماشوم له دغه لوی جهان نه هیڅ نه غواړي
یتیم ماشوم د شهیدشوي پلار قاتل غواړي

له تا نه مخکې خو هم ډېرې وې ملکې د خدای
خاورین انسانه! بس له تا نه دردِ دل غواړي

له مستې، تاندې، لیونۍ ځوانۍ نه تېر شي ورته
څوک چې کوثر او یا پیاله د سلسبیل غواړي

یوسف مو ورک دی، اسماعیل هم تر چاړه لاندې دی
دا انقلاب صبرِ جمیل، زړه د خلیل غواړي

پوچې خبرې خو رشیده! بدلون نه راولي
د ” جاء الحق” زیری خو ” زهق الباطل” غواړي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx