افغانستان

فاریاب کې د دولتي عسکرو په توپچي برید یو سړی او میرمن یې «شهیدان» شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو د کور خاوند او میرمن په ګډون د ۲ تنو ملکیانو د «شهادت» خبر ورکړل شوی دی.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دولتي عسکرو وړمه شپه د ګرزیوان ولسوالۍ په «سرچکان» سیمه کې د خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ توغولي، چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

سرچینې زیاتوي، په دغه مهال د هاوان یوه مرمۍ د عبدالکریم په نوم د یو ځايي کس په کور پرېوتلې، د کومې پایله کې چې نوموړی کس له خپلې میرمنې سره یوځای «شهید» شوی او کور یې هم نړېدلی دی.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې د هېواد په زیاترو سیمو کې پر ولسي کورونو او عامه تأسیساتو «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx