نړۍ

بايډن غواړي، د خپلې واکمنۍ تر پایه د ګوانتانامو زندان وتړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا ولسمشر جو بايډن هوډ لري، چې د خپلې واکمنۍ تر پایه د ګوانتانامو پوځي زندان وتړي او په دې اړه يې ارزونه يې پيل کړې ده.

د سپينې ماڼۍ وياند جين ساکي خبريالانو ته ويلي، چې ولسمشر جو بايډن د ګوانتانامو زندان د تړلو ارزونه پيل کړې او هوډ لري، چې د خپلې واکمنۍ تر پایه دې موخې ته ورسيږي.

رويټرز خبري اژانس د دوو باوري سرچينو په حواله ليکلي، د داخلي بحثونو ګډونوال هيله لري، چې ولسمشر بايډن به په راتلونکو اونيو او يا هم مياشتو کې داسې يوه ولسمشريز فرمان لاسليک کړي، چې له مخې به يې د بشري حقونو د مدافعينو د هغو نيوکو له منځه وړلو هڅه وکړي، چې په نړۍ کې يې د امريکا رنګ ور بد کړی دی.

د امريکا د ملي امنيت شورا وياندې اميلي هورن هم رویټرز ته ويلي: «موږ په ملي امنيت شورا کې په دې اړه بحثونه پيل کړي، چې د پخوانۍ ادارې له لوري د بايډن ادارې ته په میراث کې ورپاتې وضعيت سم کړو او په دې کې زموږ تر ټولو ستره موخه د ګوانتانامو زندان تړل دي.»

اميلي هورن زياته کړې، چې د ملي امنيت شورا به له دفاع، بهرنيو چارو او عدليې وزارتونو سره په ګډه کار وکړي او همدارنګه له کانګريس سره به هم مشورې وکړي، تر څو د ګوانتانامو زندان د تړلو پرېکړه نهايي شي.

د امريکا په نيويارک او واشنګټن ښارونو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته د امريکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبليو بوش د کيوبا په ګوانتانامو جزيره کې د بهرنيو بنديانو لپاره دا زندان جوړ کړی او د سپټمبر د يوولسمې پېښې په تور يې په کې سلګونو بنديان له هر ډول محاکمې او حقوقو پرته ساتل.

له بوش وروسته ډيموکراټ ولسمشر بارک اوباما د دې زندان د تړلو پرېکړه وکړه، ځينې زندانيان يې هم ازاد کړل، خو چې جمهوري پلوه ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د سپينې ماڼۍ واکمن شو، د ګوانتانامو زندان د تړلو پرېکړه يې لغوه کړه.

تر اوسه هم دا زندان فعال دی او د دوو افغانانو محمد رحيم او اسدالله هارون په شمول يو شمېر بنديان په کې پراته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx