شعـــــرونه

استفاده دې له زرين وخت او فرصت واخلي/عمري

عمر عمري

استفاده دې له زرين وخت او فرصت واخلي
دا ځينې ـ ځينې دې له ځينو نه عبرت واخلي

د ناپوهۍ او جهالت له خرو دې ښکته شي لږ
واګي دې لاس کې د آسونو د حکمت واخلي

چا چې کلونه جهاد کړی د فساد پر وړاندې
هغوی به څنګه په خوله نوم د جمهوريت واخلي!؟

دومره يې وغورځوي رب، چې شي ناچله سيکه
څوک چې لاسونه له سپېڅلي امارت واخلي

خانه! ته هلته د غريب ژوند درکَولی شې چې
خپله دې څـه وخت په لمنه کې غربت واخلي

کوم چې زما د مات زړګي د پرهرو درمل شي
هغه زلمی رانه په غېږ کې شهادت واخلي

بیا به دې هم (عمري) نوم آخلي په جهر آشنا!
که دې په مينه کې په سل رنګه تهمت واخلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx