شعـــــرونه

د دولت او حکومت خوبونه پرېږده/حسان

حسان ضعيف

د دولت او حکومت خوبونه پرېږده
ځه ورځه د جمهوریت خوبونه پرېږده

ستا په لافو نور دا خلک نه غولیږي
بیا دي دلته د شهرت خوبونه پرېږده

ځان دي پوه کړه طالب سیال د زمانې دي
د هغه داثارت خوبونه پرېږده

مجهز دي خالي لاس هغسي نه دي
هغه ستا د اذالت خوبونه پرېږده

هسکه غاړي درومې چاته نه ټیتيږي
د لیلې د اذیت خوبونه پرېږده

نن غلام یې په ټولنه کې بدنام یې
د جهاد استقامت خوبونه پرېږده

وخته به راشي بیا به تیښتې ته مجبور شي
بس ده نور د اراقت خوبونه پرېږده

د عمر کاروان به شاته درپسي وي
تر کولابه د راحت خوبونه پریږده

که ښه غواړې د حسان ضعيف سره شه
د تحریک د اهانت خوبونه پرېږده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx