نظــر

امريکايانو! زمونږ ګران هېواد پرېږدئ!

عبدالرحمن «کافي»

افغان مظلوم ملت هغه ملت ده چې د تاريخ په اوږدو کې پرې هر زورور چې په ځان ښه پوره مغروره شوی نو په دې مظلوم ملت او ګران هيواد افغانستان يې يوار زور ازمويلی ، ګران هيواد يې له خپله وسه پورې ويجاړ کړی ، ملت يې ښه پوره ځورولی او د فساد کومه طريقه او لاره يې چې زده وه هغه يې سرته رسولې ده ، خو نه يې دا هيواد له ستوني تير کړی او نه يې دا ملت غلام کړ او نه يې ختم کړی ، بلکه په مقابل کې يې بيچاره ولس د الله په نصرت ښه ټينګه مقابله کړې او داسې درس يې ورکړی چې هیڅکله به يې هېر نه کړي.

د تاريخ په روان بهیر کې بيا د مغرورو او زورورو لخوا حشر ورته وشو او په سر کې يې امريکا او ورپسې نور زورور راغلل په ګران هیواد او مظلوم ملت يې په ډير وحشت يرغل وکړ ، نه يې په نارينه وو رحم وکړ او نه يې په زنانه وو ، نه يې د بوډاګانو او ځوانانو پروا وکړه او نه يې د ماشومانو ، نه يې روغ پريښودل او نه يې ناروغ ، نه يې د دردمنو درد ته وکتل او نه يې د معیوبو او جنګ ځپلو زخمونو ته .

دوی د بشر د حقوقو له شعار سره راغلل خو د بشر کوم حقوق چې د انسان په فکر کې راګرځيدل هغه يې ټول له پښو لاندې کړل ، دوی دومره مغرور وو چې نه يې د مظلوم ملت چيغې او فريادونه اوريدل او نه يې د وينو سیلابونه ليدل ؛ د کليو ،کورونو او اباديو له ورانولو يې خوندونه اخستل او د لويو لويو بمونو له غورځيدو او انفجاريدو سره به د دوی کړسنده او قبيحې خنداګانې دومره په زوره او منفورې وې چې د باروتو له بويونو سره به يې فضا نوره ګډه وډه کړه .

آه ! ، څه ویرونه او ماتمونه وو.

امريکايانو !! څه ویر او ماتم مو زمونږ په خاوره ترسره کړ ، څه د ګلاب په څېر قيمت بها ځوانان مو د باروتو په اورونو کې وسوځول ، څه ميندې  مو بورې ، ناويانې مو کونډې او نازولي بچيان مو يتيمان کړل؟!!

آيا نور بس نه دی؟!!!

زمونږ په خاوره ، زمونږ په ملت ستاسې وحشتونه ترکومه ؟!!

ايا ستاسي بشري احساس همدا ده چې له شلو کلونو جنګ او بمبار وروسته مو لا نور هم وژنئ؟!

لا زمونږ په وژلو او زمونږ د کورونو په ورانولو نه يي ستړي شوي ؟!

تاسې تعهد راسره وکړ ، تړون مو وکړ چې نور مو پرېږدو او مونږ درڅخه ځو ، خو اوس په خپله وعده هم نه درېږئ؟!!

مونږ په څرګند پيغام درته وايو چې بس ده ، نور زمونږ له هيواد څخه لاړشئ ، زمونږ ګران هیواد افغانستان پرېږدئ .

واورئ ای له انسانيت څخه باغيانو !!

ای وعده خلافو !!

ای د وحشتونو سرلارو!!

که تاسې بيا هم د وحشت لاره خپلوئ ، زمونږ له هيواد څخه نه درومئ نو قسم په الله چې مونږ به ستاسې له وژلو ، ستاسې د غلامانو په وژلو او ستاسې په مقابل کې له مبارزې او سرسختې مقابلې څخه هيڅکله ستړي نه شو ، مونږ که ورکيږو ، که فنا کېږو ، که وژل کېږو خو په تاسو هم د آرام ساه اخستل حرام دي .

مونږ هغه قوم يو چې مرګ ته په خندا ورځو ، شهادت مو وروستی او ترټولو ستر ارمان دی ، د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو لپاره حق جهاد په وياړ او افتخار ترسره کوو.

نه ستړي کيږو د کتاب په لاره
که هرڅو ځو د انقلاب په لاره

ستاسې حماقت ته به زموږ يواځې یو انتخاب وي ، هغه دا چې (د ژوند تر اخري سلګۍ پورې ستاسې په مقابل کې ټينګه مبارزه او بس).

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx