دیني، سیرت او تاریخ

د پاستر جان سمیت دریم اعتراض

عبدالغفار جبير

د شق القمر واقعه حقیقت نلري
اعتراض: پاستر جان سمیت وايی چي که چیری شق القمر حقیقت ولري باید د ټولي نړۍ انسانانو لیدلې وای او  د نورو مذهبونو په کتابو کي یې یادونه سوې وای لکه د هندوانو، زردشتیانو، عیسایانو او یهودو په مقدسو نسخو کي.

ځواب: عبدالغفار جُبیر
دغه د شق القمر واقعه علاوه د مذهب څخه د ناسا ادارې هم ویلي دي چي په سپوږمۍ کي د درځ نښي نښانې سته او عکسونه یې پر میډیا باندي سته، د ناسا اداره وايي چی دغه د درځ علامه چي اوس معلومیږی دا په سوونو کیلومتره دی.

د شق القمر واقعه د هجرت څخه ۵ کاله مخکي هغه وخت پېښه سول، چي کله د ابوجهل سره یو یهودي ورسره وو ، ابوجهل د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه معجزه طلب کړه، یهودي ورته وویل چي که دغه کس جادوګر وي نو د هغه جادو اثر د مځکي پر اجسامو راځي او  داسمان پر اجسامو اغیزه نه کوي نو ورته ووایه چي سپوږمۍ دوه ځایه که، کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهات په مبارکه ګوته سره ورته اشاره وکړه هغه دوه ځایه سول، نیمه ټوټه یې خپل پر ځای و درېدل او نیمه ولاړه، یهودي پر هغه شپه ایمان راوړ خو ابوجهل انکار وکئ…
هغه قافلې چي عراق، شام، یمن او نورو سیمو څخه راتلې خلکو تر میاشتو پوري  د شق القمر پوښتنه ورڅخه کوله، هغو به ورته ویل چي داسي واقعه پېښه سول، هغو ددې معجزې تصدیق کاوه خو بیا هم د مکې مشرکینو او ابوجهل ورڅخه انکار کاوه.

دا واقعه د مځکي د کُرې ټولو انسانانو په دې و نه لیدل چي کله پر نیمي کُرې شپه وي، پر نیمې باندي ورځ وي، یا په ځینو ځایو کي شپه وه کېدای سي وریځ سوې وي، اوس زموږ په وخت کي  کله خسوف یا کسوف صورت نیولی وي زموږ او ستاسو فکر نه وي او په خبر نه یو، خو چي کله اخبار ګورو پکښې لیکلي وي چي ما ښام سپوږمۍ تندرې نیولې وه، بیا موږ په خبر سو.
په هغه وخت کي چي دا واقعه پېښه سوه ټول انسانان په خبر سول (مشرکین، مسلمانان، عیسایان، یهودان، مجوسیان او نور…) خو  د عناد او تعصب له کبله غیر مسلمانانو ورباندي سترګي پټي کړې، بله مهمه خبره داده چي د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام چي کومي معجزې دي هغه په مخکني کوم کتاب کي ذکر سویدي، لکه چي حضرت عیسی علیه السلام له خلکو څخه جنات ایسته کول، پر اوبو باندي تګ کول، مړي ژوندي کول، اوبه په شراب بدلول او داسی نورې معجزې چي په اوسني انجیلونو کي ذکرسویدي، دغه معجزې یوه هم په تورات ، زبور د هندوانو په مقدسو کتابو، د زردشتیانو مقدس کتاب  کي نه ده ذکر سوي، حال داچي تاسو یې منئ اود حضرت عیسی علیه السلام هغه معجزې چي په قرانکریم کي ذکر سویدي هغه موږ منو. دا مهمه نه ده چي که د نورو مذاهبو په کتابو کي نه وه نو حقیقت نلري.

زه اوس ستاسو د مقدس کتاب بایبل څخه داسی واقعات د بېلګي په ډول سره راوړم چي نه په ټوله نړۍ کي امکان لري او نه په اکثرو هیوادو او سیمو کي مشاهده سوي دي خو ستاسو ورباندي ایمان دی، لکه:

۱: د حضرت نوح علیه السلام د توپان واقعه:
د حضرت نوح علیه السلام د توپان واقعه په (کتاب پیدایښت باب ۷ او ۸) کي په تفصیل سره بیان سوېده چي ۴۰ ورځې او ۴۰ شپې باران وسو، اوبه دومري ډېري سوې چي په ټوله نړۍ کي غټ غر هم ډوب سو او له دغه غټ غره څخه ۱۵ لاسه اوبه لوړي سوې، د مځکي ټول حیوانات او انسانان له منځه ولاړل صرف د حضرت نوع علیه السلا کښتۍ پاته سوه، دغه کښتۍ ۱۵۰ ورځې ګرځېده د اوبو پر سر باندي پر اوومه میاشت پر ۱۷ ورځي د ارارط پر غره باندي و درېدل او داسی نور….

هندوان او زردشتیان د حضرت نوح علیه السلام د توپان څخه منکره دي.

۲: یوشع لمر او سپوږمۍ په اسمان کي ودرول:
په (کتاب یوشع باب: ۱۰ ایات: ۱۲- ۱۵) داسی راغلی دي : ای لمره پر جبعون او ای سپوږمۍ د ایالون پر درې باندي ودرېږئ، نو لمر ودرېدئ او سپوږمۍ ودرېدل… او لمر مکمل یوه ورځ د اسمان په منځ کي ودرېدئ.

اوس پر دغې واقعې ستاسو ایمان دی خو ستاسو ماسوا هیچا یې تصدیق نه دی کړی او نه هم د مسلمانانو په الهي کتاب قرآنکریم کي سته، نه د هندوانو په مقدس کتاب، نه د رزدشتیانو په مقدس کتاب کي شتون لري.

۳: لمر لس درجې شاته یا مخته ځي:
په (دوهم پاچهان باب ۲۰ او یسعیا/اشعیا باب: ۳۸) کی راغلی دي چي حزقیا پاچا په مرګوني ناروغۍ سره اخته سو نو یسعیا علیه السلام ته ورغئ چي زه به کله شفاء پیداکړم او نښاني یې څه شی ده؟ یسعیا علیه السلام ورته وویل چي علامه یې داده چي لمر به لس درجې مخته ولاړ سي یا به شاته ولاړ سي، حزقیا ورته وویل چي د لمر مخته راتلل مشکل نه دي داسی نه چي لس درجې شاته ولاړ سي، پر دغه باندي یسعیا علیه السلام دعاء وکړه او لمر لس درجې شاته سو.
دا واقعه ستاسو بایبل ماسوا نه په قرآنکریم کي سته، نه په ویدا کي سته نه په زند او پازند کي سته او نه په بل مذهبي کتاب کي سته.

۴: ستوری په اسمان کي ودرېدئ:
د پاچا په حکم هغوی روان سول او هغه ستوری چي دوی په راختو لیدلی وو د دوی په وړاندي روان وو او اخر په هغه ځای کي و درېدئ چیري چي ماشوم پروت وو. (انجیل متی باب۲: ۹ – ۱۱)
همداسی دا واقعه….

۵: اسمان پرانستل سو:
په (انجیل متی باب ۳: ۱۶) کي راغلي دي:
د بپتسمې څخه وروسته عیسی د اوبو نه سمدستي راوختئ او په هغه وخت اسمان ورته پرانستل سواو د خدای روح یې ولیدئ چي د کبوترې په شان پر هغه راکښته سو.
دا پېښه چا ولیدل؟ په کوم مقدس کتاب کي سته؟ ستاسو بایبل ماسوا !

۶: د خدای د کور پرده وشلېدل:
هغه وخت د خدای د کور پرده د یو سر نه تر بل سره پوري وشلېده او زلزله راغله، غرونه و چاودېدل، قبرونه و چاودېدل او خدای ډېر پاکان د خوبه رابیدار سول او د عیسی د راپورته کېدو څخه وروسته هغوی ټول راووتل او بیت المقدس ته روان سول. (انجیل متی باب ۲۷: ۵۱- ۵۴)
او داسي نور…

دغه ټول ذکر سوي واقعات ستاسو د مقدس کتاب بایبل ماسوا بل په هیڅ مذهب کي نسته، اوس تاسي و دې ته څه ځواب لرئ؟

نور بیا…

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx