نظــر

سیاسي تړون او ژمنه

لیکنه: دکتور حسن الترابي

ژباړه: عزیزالرحمن ناصري

په عمومي ژوند کې ژمنه هغه مکلفیت دی چې د انساني پیوستون امانت او توصیه ده، او  د تاریخ په اوږدو کې د ژمنې ورکوونکي او ژمنې اخیستونکي ترمنځ التزام لا پرې ټینګار کوي، الله تعالی هم له خلکو ژمنه اخیستې او خلکو هم یو له بله ژمنې اخیستې او اخلي يې، چې ترسره کول، ساتل،پالل او پاملرنه یې واجب او حتمي ده او ماتول او شاته غورځول یې جایز ندي.

تړون(عقد) د حل او خلاصولو ضد دی(او دوه طرفه داسې سره نښلي لکه یو تعمیر چې جوړیږي/ لکه تاسیسي عقد) او دا(هغه سخت ، قاطع او محکم) عقد دی، چې د انساني طرفینو ترمنځ، د ایجاب او وړاندیز، بیا قبول او موافقه، په نکاح، بیع، معامله او یا د سیاسي اړیکو په تړون کې ورپسې وي او حق داده چې وفا پرې وشي او مات نشي.

میثاق هم ژمنه ده خو چې کلکه، ټینګه شوې او لیکلو یا شهادت سره او نورو طریقو سره محکمه شوې وي او حق داده چې ترسره شي، ماته نشي، او په سیاست کې یې مقابله انګلیسي کلمه (Convention) او په مالیاتو کې (Bond) او عموما(Contract) ده.

د سیاسي ژوند توصیه شوې (عامه ژمنه) چې قاطع (تړون) وي، د ولس د قاطع اکثریت ترمنځ ، چې ښه کلک شوی (میثاق) وي، کله چې ولیکل شي نو په عربي اصطلاح کې ورته(کتاب) وایي، او هغه فارسي اصطلاح چې عربي کې مشهوره شوې( دستور) چې د غربي کلمې (Constitution) مقابل ده او د دولت اساسي جوړښت ته وایي.

البته د ژمنې له عربي کلمې (عهد) څخه یو تقلیدي نامشروع مفهوم او عبارت او په نبوي سنتو او اسلامي لومړیو اصولو او راشدو پیروانو او خلفاو کې ناپیژندل شوی عبارت جوړ شوی چې وليعهد ورته وایي، او دا هغه څوک ده چې ترڅو ژوندی وي نو رعیت به دۀ ته پخپله ژمنه او بیعت باندی پابند وي او د خپل هغه پخواني/سلف ځای ناستی شي، چې هغه چارواکی و، خو حقیقت داده چې د غرب خلکو هم د عقد او تړون کلمه د مسلمانانو د سیاسي فقې او د بیعت له مفهوم څخه اخیستې او(ټولنیز/اجتماعي تړون) عقد اجتماعي نوم یې پرې ایښی دی او بیا یې پرې د دیموکراسۍ مفاهیم اباد کړي دي، یعنې دا چې ټولنې او ولس له واکمن سره د عمومي چارو د واک تړون کړی دی.

چې همدغه واکمن او اولی الامر یا د عمومي چارو واکمن سره تړون ته په اسلامي اصطلاح عینا(بیعت) وایي او (البیعة)بیعت د بیع واحد دی او متبادل تړون ته وایي لکه یو تجارتي معامله کې راکړه او ورکړه، چې دیني ژوند کې له الله تعالی سره عقد او تړون دی:

داسې عقیده ده چې ټول ژوند الله تعالی ته د طاعت او عبادت، نیتونه، اقوال، افعال، د مال ورکړه او روح د جنت او اخرت د خوښۍ او رضامندۍ مقابل کې لکه الله تعالی فرمايي:

(ان الله اشتری من المومنین ……)التوبة۱۱۱-
چې د قرآن کریم په متواتره اصطلاح کې ورته د پیر او پلور یا خرڅلاو او بې تاوانه تجارت کلمات کارول شوې ده، هغه چې د ټول ژوند د خرڅلاو (بیعت) مطلق عقد او ازاده معامله ده، خو له هغه نبي صلی الله علیه وسلم سره چې وحي یې له الله تعالی سره تړي، نو هغه ته یې د الله تعالی په وړاندې شهادت او ګواهي د لارښود، اصلاحګر او سمونګر په ډول سره ورسپارلې ده(یعنې له هغه سره هم بیعت ( اومعامله) مطلقه او ازاده ده، او د ټول ژوند د ټولو دیني مکلفیتونو اداء کولو ته شاملیږي).

البته د(بیعت) او معاملې عوض بیا یواځې نبي کریم صلی الله علیه وسلم پورې نه را لنډیږي.
ځکه چې هغه هم داسې څه نلري چې د اخرت د ورکړې مقابل کې یې د دنیاوي شیانو څخه ورکړي، ځکه چې له دۀ سره بیعت آن په ظاهري شکل کې هم صرف د دې لپاره دی چې دی د الله تعالی لپاره شهادت  ورکوي او که چېرې قول ورکول وي نو دا قول ورکول صرف د ټینګار او تاکېد یو رمز دی، فقط لکه دغه بیعت چې د بیعت کوونکي لاس د الله تعالی په لاس کې ورکوي:

( ان الذین یبایعونک انما یبایعون الله یدالله فوق ایدیهم……)الفتح۱۰-

البته له بشر سره بیعت کول، کېدلی شي د تجارت او تبادلې عقد وي او یالاس په لاس ورکړه وي، جنس وي او یا هم د کوم مال او یا بل جنس مقابل کې، خو که چېرې خبره د(واکمنۍ د عقد وي) د رعیت او واکمن یا چارواکي ترمنځ ، نو دلته په مقابل کې (د واک ورکوونکي(رعیت لخوا) د واکمن د أمر یا حکم او فرمان پابندي او اطاعت دی، ترڅو د هغې ژمنې اطاعت او پابندي وشي  چې په چارواکي باندی لازمه ده، د دوی دواړو (رعیت او واکمن) ترمنځ به عقد او تړون کله د معلومې نیټې لپاره وي او شرطونه به یې هم څرګند وي، چې چارو کې څومره واک، د څومره نیټې لپاره تر کومه حده، په کومه موضوع کې او کوم شکل سره لري.

ځکه چې چارواکي د لوی الله تعالی غوندې مطلقه واکمني نلري او د دین له مخې هم دا غوره ده چې لکه د پور او دین د عقد په څیر دغه دوه اړخیزه تړون هم په لیکلي ډول سره ثبت شوی، شاهدان پکې موجود او حاضر وي، نیټه یې تعین شوې او معلومات یې څرګند او بې ابهامه وي، هغه واړه احکام وي او که لوی، لکه څرنګه چې د سورة البقرة په ایة الدین کې راغلي دي او اوس مهال خو همدا رواج هم  ده، چې دغه تړون له نېټې او شرطونو سره د(اساسي قانون) په تړون (تفاهنامه او اتفاقیه) کې لیکل کېږي، او بیا چې څوک د اساسي قانون له اجرأتو سره سم د شورا (انتخاباتو)له لارې غوره او منتخب شي نو هغه باندې/ د هغه په حق کې بعینه شکل سره تطبیقیږي.

هو دغه بیعت د راشده خلافت په دوران کې په رښتیني ډول سره د شریعت او سنتو د التزام په شرط سره و، چې بیا ورغړیده او یواځې د ادعا او دعوو خبره شوه او بیا دا بیعت دومره ښکته او وغورځيده چې د یو صوفي شیخ د مطلق (بې قید او شرطه)اطاعت معنی ورکړي او یا د چارواکو په برخه کې پرته له شرطه او یا متبادل التزام او پابندۍ څخه د جابر او زور واکي چارواکي سره بیعت وي.

نوښتګرو اسلامي حرکتونو او خوځښتونو بیعت هم راتازه او ژوندی کړ، خو نه د کوم شخص لپاره، بلکې یو له بل سره د ټولو ترمنځ د دیني منهج او تګلارې پر اساس د ملګرتیا او د یو بل ملاتړ او اتفاق او اتحاد او پای د چارواکي د ټاکنې په موخه، ترڅو یو داسې اساسي نظم /تنظیم سره جوړ کړي چې دوی سره راټول کړي، ځکه خو دا له جماعت او ډلې سره د دوستۍ او اطاعت یو عقد او تړون دی، چې د الله تعالی د عبادت او جهاد په لاره کې یې ترسره کوي او مقابل عوض یې جنت او رضامندي ده.

او کله به دغه اسلامي حرکت یو مسلمان راشد واکمن پرمخ بیایي، خو بیعت به پکې د لاس ورکولو له لارې نه، بلکې د یو معلوم منصب لپاره  کاندید چارواکي ته رایه ورکول وي، چې د قانون اساسي ژمنې سره سم به د اکثریت(شورا) له لارې انتخابیږي او په ټول رعیت یې اطاعت واجب دی. دا به د مؤمنینو لپاره د هغه بیعت یوه فرعي بیلګه وي چې دوی یې الله تعالی سره د هغه د شریعت د اطاعت په اړه کوي او یا یې په عقد او تړون د واجبې وفا کولو د حکمت په پار او د الهي عوض په هیله چې ددې ترشا به د اساسي قانون او نورو فرعي قوانینو د ژمنو په حکم په هر مکلف باندې د قضا، مقننه قوې، اداراتو او ارګانونو تر وړاندې خپل مکلفیتونه راځي او تطبیقیږي.

کله به سیاست کې داسې هم کېږي چې خپلو وعدو ته پابند اوسي، یعنې د راتلونکي په اړه خلکو ته زیري ورکوي او یا څه تدبیرونه او پلانونه جوړوي، چې مقابل کې به پرخپل وخت کومه بدله هم نلري، خو ترسره کول او پرې وفا کول او نه ماتول یې د دیني اخلاقو له مخې په رښتیني ډول سره/د رښتینولۍ له مخې  واجب دي. ترڅو خلک له خپلو اړیکو څخه هم مطمئن شي، ځکه چې دا وعدې او ژمنې ورکول د مشورتي جرګو په جوړولو کې د رښتینې استازولۍ لپاره شرط دي.

هغه چې څو دګوتو شمیر وکېلان د ولس د اکثریت اصلي ارادو له مخې سره راټولوي او د رايې اخیستلو  دا اهلیت او استعداد هم لري.

[1] – د دکتور حسن الترابی ، له : المصطلحات السیاسیة فی الاسلام – له کتاب څخه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx