شعـــــرونه

د تورو برکت/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

نن په وینو چي پيرنګ دی دا د تورو برکت دي
چږ نفس ښه د الحاد تنګ دی دا د تورو برکت دي

دغه ژڼي چې په لار د استشهاد درومي روان دي
دا په دین او قران جنګ دی دا د تورو برکت دي

چې د ننګ او د غیرت شملې ته چا مو بد کتلي
ترې اخستی مو قلنګ دی دا د تورو برکت دي

آریانا غزا غزا ده د منصور لښکرې راغلې
د عمر د تورې شرنګ دی دا د تورو برکت دي

بیا جذبې دي قهریدلې بیا تکبیر تکبیر نعرې دي
په سپیڅلي اسلام ننګ دی دا د تورو برکت دي

منترونه، تخنیکونه یې باطل شوه نړۍ تښتي
غلیمګی په وینو رنګ دی دا د تورو برکت دي

سپین بیرغ مو پر پامیر او ماهيپر وهي وزرونه
پر شمشاد که پر سالنګ دی دا د تورو برکت دي

برکت د سپینو تورو دی تپاند زُهاد طالبه
د جهاد منار مو دنګ دی دا د تورو برکت دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx