ټولنیزه برخه

د سهار له آذان وروسته د خوب زیانونه!

تميم تکل

د لمر له راختو مخکې په هوا کې په پرېمانه اندازه اوزون گاز (O3) وجود لري چې  کرار کرار کمېږي او چې لمر راوخوت بیخي له منځه ځي.
د دغه گاز تر ټولو لویه ګټه د انسان عصبي دستگاه او سیستم ته رسېږي.

فکري او عضلاتي فعالیتونه پياوړي کوي.
په کومه ورځ چې دغه گاز سړی واخلي تر ماښامه پورې یې طبیعت سم وي.

لمر د راختو پر مهال سور رنگی وي، دغه رنگ د فزیک د علم له نظر انسان، فعالیتونو ته هڅوي او تحریکوي يې.

لمر چې نوی راوخېژي د ماورای بنفش ډېره اندازه په کې وي، چې پوره راختو سره یې دا شعاع له منځه ځي، څوک چې دا شعاع واخلي نو د هغه بدن او وجود د ورځې په جریان کې د ویټامين ډي  اخیستو ته تیار او چمتو وي.

څوک چې وختي پاڅېږي نو دوامداره خوبونو باندې به روږدي نه شي، څوک چې په دوامداره توګه ویده پاتې شي؛ نو د زړه او قلب په ناورغیو به اخته شي.

په ځانګړي ډول د شراینو د تصلب  په ناروغۍ به اخته شي.

ځکه چې خوب سکون او راحتي ده؛ خو که دا راحتي دوامداره شي؛ د شریانونو په په دېوارو کې د غوړو موادو د رسوب لامل گرځي.

دغه مواد اول برید په قلبي هغو  باندې ترسره کوي.

هغه مؤمنان چې سحر وختي پاڅېږي یوازیني خلک دي چې له دغه مصیبته خلاص دي.
د څېړنو له مخې د وینې د کورتزول میزان په سهار کې تر ټولو په لوړه اندازه کې وي، یانې په هر ۱۰۰ میلي متر مکعب کې ۲ – ۲۲ میکروگرامه.

کورتزول هغه ماده ده چې د بدن د فعالیتونو د ډېرېدو لامل گرځي، او په وینه کې د موجود قند نسبت لوړوي؛ تر څو د بدن له پاره لازمه او کافي انرژي برابره کړي.

که چېرته د اوداسه او لمانځه ګټې هم ورسره اضافه کړو؛ نو ګټې یې دوه برابره کېږي.
مسلمان مکلف دی چې قراني تعالیم زده او عملي کړي.

مؤمن چې سهار وختي ويښ شي، لمونځ وکړي او بیا ویده نه شي؛ نو ډېره ګټه به یې کړي وي. فرض کړو که هېڅ لمونځ او اودس په کې نه وي هم؛ دا ګټې په کې دي؛ خو که دا دواړه ورسره اضافه کړو بیا خو نور علی نور شو.

دلته له آذان نه موخه د صبح صادق داخلېدل دي. فرض کړو اوس صبح صادق په ۴ بجو داخلېږي؛ نو بیا به دا سرلیک داسې ولیکو چې:

د سهار له ۴ بجو وروسته د خوب زیانونه
(تمیم تکل)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx