نړۍ

چين د «بي بي سي» پر خپرونو بنديز لګولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): چين د بي بي سي ورلډ نيوز پر خپرونو بنديز لګولی او د دې رسنۍ رپوټونه يې له حقیقت لرې او خطرناک بللي دي.

د چين د اطلاعاتو او راډيو ټلويزون ادارې ويلي، بي بي سي د ايغوري مسلمانانو او کرونا ویروس په اړه ناسم او د رسنيو له اصولو مخالفې خپرونې کوي او د خلکو ذهنونه بې لارې کوي او له همدې امله يې د دې رسنۍ پر خپرونو بنديز لګولی دی.

د چين د اطلاعاتو وزارت په وينا هېواد يې هغو خپرونو ته اجازه ورکوي، چې «حقیقي او عادلانه» وي او د چين له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.

د بي بي سي اداره وايي، د چين حکومت د راتلونکي کال لپاره د دوی جواز غوښتنه نه ده منلې او په دې کار يې د چين له حکومته نهيلي ښوولې ده.

بي بي سي نيوز وايي، اوس يوازې په نړيوالو هوټلونواو ډيپلوماټيکو ځايونو کې يې خپرونو ته اجازه ورکړل شوې او عام چينايان يې د کتلو اجازه نه لري.

د برتانيې حکومت هم د چين دا پرېکړه د رسنيو او بيا ازادۍ د محدودولو هڅه بللې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د چين پر دې پرېکړه خواشيني ښوولې او ويلي يې دي، چې دا کار د چين له لوري د رسنيو او بيان ازادۍ د ځپلو هڅه ده.

د بي بي سي سربېره ګڼې لويديځې رسنۍ هم وايي، د چين حکومت د شرقي ترکستان ايغوري مسلمانان په جبري کمپونو کې ساتي، هغوی ته شکنجې ورکوي، ځوروي يې جنسي تېري پرې کوي او په زوره يې له خپل دينه اړوي.

امريکا او ملګرو ملتونو هم په دې اړه د چين پر حکومت نيوکې کړي او له هغوی يې غوښتي، چې  د مسلمانانو لږه‌کيو سره له ظلمونو او توپيري چلنده لاس واخلي.

د چين حکومت دا تورونه رد کړي او دا د غربي رسنيو بې بنسټه تبليغات بولي، خو له چينه بهر د ايغور مسلمانانو استازي هم وخت پر وخت رسنيو ته وايي، چې حکومت له لس لکو زيات مسلمانان په جبري کمپونو کې بنديان کړي، پر هغوی د خنزير غوښي او شراب خوري، د مسلمانانو لباسونه پر تن نه ور پرېږدي، شکنجې ورکوي، پر ښځو يې د حکومتي چارواکو په امر جنسي تېري کيږي او په زوره له خپل دينه اړول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

.Thank you China for your initiation

Russia and Iran should do accordingly

Trust me the media of western world and their puppets is junk
We have TOLO News that presents false info. all the times
Thanks to NUNN.ASIA

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx