نړۍ

ملګري ملتونه: کېدای شي، له ۴۰۰ زرو زيات يمني ماشومان له لوږې مړه شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): ملګري ملتونه وايي، له ۴۰۰ زرو زيات يمني ماشومان، چې عمرونه يې له پنځو کالو کم دي، کېدای شي د لوږې او کرونا ويروس له امله سږ کال مړه شي.

نړيواله ټولنه وايي، چې د يمن ولس او په ځانګړې توګه له ماشومانو سره بايد په بېړنۍ توګه د بشري او طبي توکو مرستې وشي او که په دې اړه بې پرواهي وشوه، نو لږ تر لږه څلور لکه ماشومان به سږ کال له لوږې مړه شي.

دا خبرداری په داسې حال کې خپور شوی، چې له تېرو شپږو کالو راهيسې په يمن کې د جګړې له امله اتيا سلنه ولس بشري مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي، چې له پنځو کالو کم يمني ماشومانو شاوخوا ۲۲ سلنه له خوارځواکۍ سره مخ دي او تر ټولو زيات په عدن، حديده، تعز او پلازمېنه صنعا ښار ماشومان له داسې ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د خوراک نړيوالې ادارې اجرايه مدير ډيويډ بیزلي ويلي، چې د يمن هر ماشوم د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري او په دې اړه يې د ماشومانو ژغورنې صندوق او د روغتيا نړيوال سازمان سره په ګډه د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي، نږدې دولس لکه حاملې او تي ورکوونکې ښځې هم له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د يمن شپږ کلنه جګړه د بشري ناورين بې ساري مثال بلل کيږي، تر اوسه په کې لسګونه زره کسان وژل شوي او ميليونونه انسان په کې بې کوره شوي او د لوږې له بلا سره مخ دي.

نړيواله ټولنه وايي، تېر ۲۰۲۰ کال کې يې د يمن بشري مرستو لپاره د ۳.۴ ميليارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو دوی ته يوازې ۱.۹ ميليارده ډالر ورکول شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x