افغانستان

هرات: د اسلام قلعه په ګمرک کې پراخ اور لګېدلی/ویډیو

د هرات ولایت په اسلام قلعه ګمرک کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې درانه مالي زیانونه اوښتي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو ریاست رییس «یونس قاري زاده» وایي، چې د تېلو او ګازو لسګونو ټانکرونو اور اخیستی دی چې د پراخېدو په حال کې دی.

ورته مهال د هرات ولایت والي «وحید قتالي» هم اورلګېدنه تاییدوي؛ خو په خبره يې، په هرات کې شته امکانات د اور د مړه کېدو لپاره کفایت نه کوي او له ایران څخه مرسته غوښتل شوې.

د هرات ځایي چارواکو که څه هم د اورلګېدنې د لامل او له امله یې د رامنځته شویو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د پراخ مالي زیان د رامنځته کېدو خبر ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx