نظــر

ټیټانک کښتۍ او د کابل سهارونه

حفيظ الدين پيرزاده

دا د انگریزانو سیاحتي کښتۍ وہ چې د شمال اتلانتیک په بحر کې یې سیاحتي سفرونه کول.
ټیټانک په ۱۹۱۲ م کې د یخ له یوہ غرہ سرہ د تصادم په نتیجه کې ډوبه شوہ. ټیټانک ھغه مھال د نړ‎ۍ تر ټولو سترہ کښتۍ وہ چې نھه منزلونه، د خوب بې شمارہ خونې، دکانونه، د موسیقۍ ژوندي پروگرامونه، رستورانونه، بارونه او نور یې لرل.

د ډوبیدو پر مھال پکې ۲۲۵۰ کسان سپارہ و چې ۱۵۰۰ یې په دې حادثه کې ووژل شول.

تر تصادم پس د کښتۍ انجنیرانو دقیقه محسابه وکړ‎ہ او کپتان ته یې راپور ورکړ‎ کښتۍ به په  تقریباً یو نیم ساعت کې ډوبه شي.

کپتان بیړ‎نۍ حالت اعلان کړ‎، د خطر زنگونه د کښتۍ په ھر گوټ کې اوریدل کیدل، د عاجلې مرستې تیلیگرامونه ولیږ‎ل شو.

په کښتۍ کې افراتفري، شور او ھرې خوا د وارخطایۍ منډې پیل شوې وې.

په کښتۍ کې د وړ‎وکي قیامت نښې د ھر چا پر مخ ښکاریدې، په دې اخ و ډب کې یواځې د ډمانو یو گروپ ھماغسې د عادي حالت پشان  په ژوندۍ بڼه د موسیقۍ پروگرام وړ‎اندې کاوہ. ھغوی ته کپتان ویلي و چې په دې سخت حالت کې د موسیقۍ پر غږ‎ولو  باید د خلکو مورال لوړ‎ و ساتي!!

دوستانو!
د کابل اوسیدونکي ھر سھار د انفجار پر آواز را ویښیږ‎ي، طالبان د کابل پر دروازو د تیار سئ په حالت کې ولاړ‎ دي،  غلا، اختطاف، چور چپاول د ورځې معمول گرځیدلی، د کابل ښاریانو پر ټنډو د وړ‎وکي قیامت نښې له ورایه ښکاري!
خو د پنجشیر لنډغر سالې، د کارتون انجنیر طلاقي محب، او  د سر او سنگر وھونکی ھغه بل بې سامانه ټامي او نور یې کله د شپږ‎ نیمو بجو سندرې زمزمه کوي، کله په تلویزون کې د جگړ‎ې د آمادہ گی ببولالې وایي او کله نور څه!!

زہ چې د دوی طمطراق، او په تلویزون کې لاپې شاپې وینم، ماته ھماغه د ټیټانک کښتۍ د موسیقۍ ډمان سترگو ته ودریږ‎ي!

ښایي دوی ته ھم د ارگ کپتان د کابل ښاریانو د مورال لوړ‎ ساتلو ویلي وي!!!

فاعتبروا ………..

حفیظ الدین پیرزادہ
د فبرورۍ ۱۲/ ۲۰۲۱ م
لندن

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

پیرزاده صیب الله د برکتونه درکړی دیر دقیق او په حړه پوری ارزونه مو کړی،
دیره مننه اباد وسی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx