افغانستان

ناټو ته د طالبانو پيغام: د «اشغال» او جګړې دوام نه زموږ او نه ستاسو د ولسونو په ګټه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اړه د امریکا د نوې ادارې ګونګ مؤقف د یاد تړون د برخلیک او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په اړه پوښتنې راپورته کړې دي، طالبانو په یوه رسمي اعلامیه کې پر امریکا او ناټو غږ کړی، چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

په خپره شوې اعلامیه کې طالبانو ویلي، چې دوی له امریکا سره کړي تړون ته ژمن پاتې شوي، د جګړې کچه یې راټيټه کړې، بین الافغاني مذاکرات یې پيل کړي او نه یوازې چې په افغانستان کې هیڅ بهرنی عسکر نه دی وژل شوی؛ بلکې هیچا ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې بهرنیو هیوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې «مقابل لوری» تړون ته ژمن نه دی پاتې شوی، په ولایتونو کې یې عملیات پیل کړي، پر طالب جنګیالیو یې بریدونه کړي، د طالبانو خلاف یې «پروپاګند» کړی او د طالبانو د بدنامۍ په موخه یې په ښارونو کې علمي کدرونه ترور کړي دي، چې د اعلامیې په بنسټ، تړون ته د «نه ژمنتیا» څرګندې بېلګې دي.

طالبانو ددې تر څنګ کړي تړون ته د ژمن پاتې کېدو په اړه ډاډ ورکړی او پر امریکا او ښکېلو اړخونو یې هم تړون ته د ژمنتیا غږ کړی « اسلامي امارت یوځل بیا په ټولو جهتونو غږ کوي چې د پروپاګند، پارونو، بې بنسټه ادعاوو، او فضا مکدرولو پرځای خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي، زموږ دین موږ ته له خپلو کړو وعدو څخه د سرغړونې اجازه نه راکوي، زموږ لخوا دې څوک تشویش نه لري، بلکې پخپل اړخ کې دې تعهدات عملي کړي.»

طالبانو د ناټو راتلونکې ناستې ته د خپل پيغام په ډول لیکلي، چې « د اشغال او جګړې دوام نه ستاسو او نه مو د اولسونو په ګټه دی اونه هم زموږ د ولس» او ددې تر څنګ یې  ویلي، چې هیڅوک باید «غلطه محاسبه» ونکړي او دلته «اشغال» ته دوام ورنکړي.

یاده دې وي، چې د طالبانو پورتنی پیغام وروسته له هغه دی، چې د امریکا ولسمشر «جوبایډن» وویل، دی به له افغانستانه د عسکرو د ایستلو په ځای پر سیاسي حل ټینګار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نه حکومتی کسان د## دی او هم تاسی طالبان. هغوی بمباری کوی زمونږه خلک وژنی او طالبان خو هغه ده ټول یی وینی چی ایران او روس ته په ننواتی وتلی. اوس امریکی غواړی چی د کابل حکومت ورته تسلیم کړی. تاسی ووځی چی مونږه بیا دا وطن وران کړو او زوره حکومت تر لاسه کړو. دا سو جهاد.

عبدالواحد

الله په قرآنکریم کی فرمایی:له کفاروسره وعدوته ژمن پاته سۍ اوپرماتوکل وکۍ طالبان وروڼه دی هیڅ تشویش نکوی دالله پروعده دی باوری اوسی دوی به ووینی چه کفردوعدی خلاف ورزۍ وکی چه څنګه ذلیله شکست خوری واضجه معلومه ده چه کفاردافغانستان دټرانسپورت غوغانه په BBC اونه دامریکاپه خپرونوکی ښکاره کړل خپل ملتونه خطاباسی اوداشرفغنی ملحد حکومت ته دوی ددی ظلمو امرکوی اوجنګ خوښوی دپورته آیات مطابق زموږملګرۍ الله دۍ دوی به داسی برباد کی لکه سوویت یونین ترهغه و خته انتظاروکۍ چه دکفاروسره دتړون وخت پوره کیږی که کفاروتچاوزکاوۍ تاسو هم چواب ورکۍ پرقرآنکری عمل کول داسی کامیابی ده چه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx