شعـــــرونه

ستړی نه یمه؛ خمار سیوري ته ناست یم/ ټکور

چنار ټکور

ستړی نه یمه؛ خمار سیوري ته ناست یم
انقلابه! بس تیار سیوري ته ناست یم

څه په مینه؛ د ګودر په ړنګه غاړه
بختور یم؛ د چنار سـیوري ته ناست یم

څو ګيلې خو را سره دي؛ لکه اوښکې
وخت وهلی یم؛ بیمار سیوري ته ناست یم

فریادونه او غمونه پنډې ـ پنډې
د ژوندون په ستړې لار سیوري ته ناست یم

عشقه؛ اوس خو به دې هيله وي ترسره
د سرونو د مینار سیوري ته ناست یم

د منصور په قدمونو مې پښې ایښې
لاس تړلی اوس؛ د دار سیوري ته ناست یم

خدازده؛ مړ او که ژوندی به وې جانانه
خو”ټکور” دې انتظار سیوري ته ناست یم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx