د روژې مبارکه میاشت

د روژې پنځلسمه تحفه

ګرانو دوستانو ، روژه مبارکه هم نیمایی ته ورسیده او خدای دی وکړی چی تیرو برخو څه نا څه معنوی ، روحانی او ایمانی ګټه رسولې وی . ښایی هغو کسانو ته چی د دین په چارو کی کهالت او عطالت لری ، که نور څه نه وی اقلأ معلوماتی خو واقع سوي وی ! څه معلومه ده چی ژوند به نوره یاري هم وکړی که یا ؟! څومره نامناسب ، ناوړه او نامطلوب کارونه مو کړي دي ؟! آیا یوه ذره ګټه یې رارسولې ده ؟ راځی چی نور نو په ځان کی عملأ تغیر راولو تر څو الله تعالی مو حالت راتغییر کړی ( الرعد ـ ۱۱ ) ؛ که نه همدا په اصطلاح آش او همدا کاسه به وی او خوله  به مو راسوځوي . نو دا هم پنځلسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله من یم چی د دې تحفو د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام  ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

دوې پښېمانۍ

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : داسي هیڅ شخص نسته چي مړ سي او پښېمانه دي نه وي . نو ژوند غنیمت وګڼئ نیکۍ وکړئ او ګناهونه پرېږدئ.  صحابه وو وویل یا رسول الله (ص)! د پښېمانۍ سبب څه شي وي ؟ ويې فرمایل : که نیک وي په دې پښېمانه وي چي ډیري نیکۍ يې ولي نه دي کړي او که بدکاره وي په دې پښېمانه وي چي د ګناهو څخه يې ولی ځان نه ساته ( ترمذي ) .
هو ، څومره عالی پوهاوئ او خبردارئ دی چی هر ډول پلمه او حیله راباندی بندوي . حضرت علی (رض) څه ښه ویلی دي : « خورا بد خلک هغه دي چی د نیکۍ په مقابل کی بدي کوی ، خو خورا ښه خلک بیا هغه دي چی د بدۍ په مقابل کی ښېګڼه کوی .» نو وخت او موقع باید راڅخه ضایع نسي ، یعنی د وخت په باره کی باید بخیل اوسو! هیله ده چی همدا اوس لا د خپل آینده او نامعلوم ژوندانه لپاره حتی الوسع توښه برابره کړو ، داسی نه چی بیا ناوخته سی او پښېماني وکړو .

څلور عجیبه پوښتنی

د حضرت علی (رض) څخه یې پوښتنه وکړه چی :
لومړی ـ واجب او تر هغه هم واجب څه دی ؟
دوهم ـ نږدې او تر هغه هم نږدې څه دی ؟
درېیم ـ عجیب او تر هغه هم عجیب څه دی ؟
څلورم ـ سخت او تر هغه هم سخت څه دی ؟
ویې فرمایل :
واجب د الله اطاعت دی او واجب تر د ګناه پریښوول دی .
نږدې قیامت دی او نږدې تر هم مرګ دی .
عجیب دنیا ده او عجیب تر هم د دنیا سره مینه ده .
سخت قبر دی او سخت تر هم هغه ته خالی لاس ورتلل دی .
هو ، که څوک د الله اطاعت کوی لاکن جسماني یا معنوي ګناه هم کوی نو اطاعت یې نیمګړی دی بلکی اول باید ګناه پریږدی چی کامل مؤمن سی . دا چی څوک قیامت یادوي خو مرګ ته چمتوینه نه نیسی یعنی ځان له خیرو ( ګناهونو ) څخه نه پاکوی نو کامل مؤمن نه دی . څوک چی د مال او دولت مینه صحیح نه بولی خو په هغې پسی غوټې وهی نو نیمګړی مؤمن دی . او  څوک چی ګور ته تلل منی خو ظلم ، حق تلفي ، فریب او خیانت هم کوی نو ګور ته تلل اصلأ نه منی بلکی درواغجن دی ! الله دی ټول ګنهکاران اصلاح او فلاح کړی .

لیکوال : نثار احمد صمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نقیب الله

السلام علیکم ښاغلی صمد صاحب.
ډیره زیاته مننه ډیره ښکلی مطالب مو د روژه د تحایفو به اړه لیکلی وو الله دی دده اجر په دنیا او آخرت که درکړی.
خو زه یوه هیله لرم هغه داچی کولی شی چی ټولی نشر شوی برخی ماته زما په ایمیل که راولیږی ډیر زیات به خوشاله شم

مننه ستاسو ورور نقیب الله یمین

نثار احمد صمد

یمین صاحب وعلیکم السلام و رحمته الله و برکاة
الله دی روغ او خوښ لره . مننه چی دا تحفې خوښوې . لطفأ خپل ایمیل آدرس راولیږه چی زه ټولی برخی انشاالله در واستوم . زما ایمیل آدرس په هره برخه کی لیکلی دی .
نور نو الهی بری او سرلوړی درته غواړم ، والسلام
ن . صمد

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x