افغانستانسولې اړوند خبرونه

محب: له طالبانو سره جګړې ته چمتووالی لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د افغان سولې د خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی، د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» طالبان تورن کړي، چې سولې ته لېوالتیا نه لري او حکومت له هغوی سره جګړې ته چمتووالی نیولی دی.

محب چې نن یې په کابل کې د ملي امنیت  رییس او دفاع وزارت له مرستیال سره په ګډه یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، چې حکومت سولې ته بشپړه امادګي لري او مذاکراتي پلاوی یې په دوحه کې دی؛ خو دده په خبره، طالبان د سولې خبرو ته لېوالتیا نه لري او پلاوي يې په دوحه کې د مذاکراتو مېز پرېښی دی.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې طالبان د بشپړ واک غوښتونکي دي او کله هم ګډ حکومت جوړولو ته تیار نه دي او په خبره يې، که چېرې داسې ونشي په افغانستان کې به ريښتیني سوله تامین نه شي.

د محب په خبره، طالبان جګړې ته چمتووالی نیسي او حکومت که څه هم د سولې تامین ته لومړیتوب ورکوي؛ خو جګړې ته هم چمتو دی.

نوموړي ددې تر څنګ د نورو طالب بندیانو په نه خلاصون ټینګار وکړ او د جګړې زیاتوالی یې د پخوانیو بندیانو د خلاصون له امله وباله.

د محب پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو په یوه اعلامیه کې حکومت او امریکایان تورن کړي چې د دوحې له تړون یې سرغړونې کړې دي او داسې کړنې يې کړې چې له امله یې د باور فضاء خرابه شوې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د سولې د تامین لپاره بشپړې هڅې کړې دي، د جګړې د شدت کچه یې راټيټه کړې او په دوحه کې يې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي؛ مګر لا هم ددوی بندیان نه دي خلاص شوي او مشران یې له تور لست څخه نه دي ایستل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx