ټولنیزه برخه

لېونی خو هم نه یې نو بیا…؟

ابوبکر “حمزه”

خبره واوره!
تا خو ټولې نړۍ سره ډغره وهلې.
که نه؟ هو!
ټوله کفري نړۍ دې د ځان لپاره دښمنه ګرځولې.
که نه؟ هو!
د ټولې کفري نړۍ پر وړاندې ولاړ یې.
که نه؟ هو!
آیا تا د جنګ لپاره څه تیار کړي؟ نه!
آیا تا سره هم هغسې ټانګونه، څرخکې او بې پیلوټه الوتکې شته کوم چې له دښمن سره دي؟ نه!
آیا تا سره هم هغسې پرمخ تللې ټکنالوجي شته کوم چې له دښمن سره ده؟ نه!
لېونی خو هم نه یې؟ نه!
روغ جوړ یې؟ هو!
چا له کوره شړلی هم نه یې؟ نه!

ښه ښه
نو داسې معلومیږي چې څه خو دې خامخا اورېدلي، کېدای شي د چا په وعده دې توکل کړی وي.

هو بالکل! ما هم دغه آیت لوستلی (و لینصرن الله من ینصره).

ښه نو چې داسې ده اوس مقصود ته راځم او هغه دا چې: هرکله چې نه ټانګونه لرې، نه څرخکې او نه ټکنالوجي لرې، بلکې خاص په یو قوي او ناصر ذات دې توکل کړی، نو بیا څه وجه ده چې په دارنګ حالت کې هم هغه کار ته زړۀ ښه کوې چې همدغه ناصر ذات پرې خفه کیږي چې هغه ګناهونه دي؟ حال دا چې د همغه ذات نصرت او مدد ته محتاج هم یې کوم ذات چې په ګناهونو خفه کیږي.

لږ سر په ګرېوان کې ځوړند او خپلو اعمالو ته متوجه شه ګرانه، هسې نه چې په دغه ناچارۍ حالت کې ناصر ذات درڅخه خفه او د نصرت دروازې بندې شي.

هیله ده خفه شوی نه اوسې کېدای شي د تا په ګټه مې دا خبرې کړې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx