ټولنیزه برخه

زرپارې«دريمه برخه»

ليکوال: مفتي محمدتقي عثماني
ژباړن: احمدګل ريان

هيره او ياد
علامه ابن عابدين الشامي رحمه الله له هشام کلبی رحمه الله نه نقل کوي چې ويل يې: يو وخت مې د حافظې د پياوړتيا داسې ثبوت ورکړ چې بل چا به نه وي ورکړی او بل وخت مې بيا هيره دې حالت ته ورسېده چې ممکن په بل چا دغسې حالت نه وي راغلی.
زما د حافظې د تيزۍ او پياوړتيا کيسه دا ده چې قرآن کريم مې يوازې په درې ورځو کې ياد کړی و او د هيرې حالت مې داسې و چې يوه ورځ مې ږيره د قبضې (يو موټي) په اندازه لنډوله، ږيره مې په موټې کې ونيوله او اراده مې وه چې لاندې وېښتان پرې کړم، خو په هيره مې له موټي پورته وېښتان پرې کړل او ټوله ږيره مې لاس کې راپاتې شوه، (ردالمحتار)

صبر او شکر
عمران بن حطّان د خارجي فرقې مشهور فصيح او بليغ شاعر تېر شوی دی، د ده د ذهانت او ذکاوت ډيرې کيسې مشهورې دي. علامه زمحشري رحمه الله نقل کوي چې دا شاعر له حده زيات تور او بد صورت و او څومره چې دی بد شکله و، هماغومره يې مېرمن ښايسته وه. يوه ورځ يې مېرمنې تر ډېره پورې د ده څېرې ته کتل او بيا يې نا څاپه (الحمدلله!) وويل.
عمران وپوښتله: څه خبره ده؟ په څه دې الحمدلله وويل؟
مېرمنې يې ورته کړل: په دې مې د خدای شکر اداء کړ چې موږ دواړه جنتيان يو.
عمران وپوښتل: هغه څنګه؟
ښځې يې ځواب ورکړ: ځکه چې ته زما په څېر مېرمن لرې، تا په دې وجه شکر اداء کړ او زه ستا غوندې خاوند لرم، ما په دې صبر کړی دی، الله تعالی صابر او شاکر دواړو ته د جنت وعده ورکړې ده، (کشاف ج: ۱ ص: ۵۷۲، قاهره ۱۳۶۵هـ، (وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاءِ))

د عثمان رضی الله عنه ګوتمۍ
چا له عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما پوښتنه وکړه چې د عثمان رضی الله عنه په ګوتمۍ څه نقش شوي و؟ ابن عباس رضی الله عنه وفرمايل چې هغه په پوره پاک نيتي په خپله ګوتمۍ دا جمله نقش کړې وه: (اَللَّهُمَّ اَحْيِنِیْ سَعِيْداً و اَمِتْنِیْ شَهِيْداً) اې الله! د سعادت ژوند او د شهادت مرګ رانصيب کړه.
بيا ابن عباس رضی الله عنه وفرمايل: په خدای قسم، د سعادت ژوند او د شهادت مرګ يې دواړه وموندل، (مستدرک حاکم ج: ۳ ص: ۱۰۶، کتاب معرفة الصحابة)
نوربيا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx