ټولنیزه برخه

زرپارې«څلورمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمد ګل ريان

خيالي انځورونه
په اوسنۍ زمانه کې د تخيل په زور د پخوانيو زمانو د خلکو انځورونو کښلو رواج په عامېدو دی، په دې هکله مې په (ريډرز ډائجسټ) کې يوه په زړه پورې واقعه تر نظر تېره شوې وه، چې دلته يې د طبيعت برابرولو په خاطر درته ليکم.

د بوني چيمبرلن بوډا پادري په حواله ليکلي و چې څو پېړۍ وړاندې د صقليه يوې کليسا يو مصور ته د کليسا په ديوالونو د څو انځورونو رسمولو ويلي وو، مقصد يې دا و چې په ديوالونو د انځورونو په کښلو سره د عيسی عليه السلام د ژوند خاکه وړاندې کړي.

مصور په تصوير جوړولو کې ښه زحمت وايست، تر دې چې ټول انځورونه يې پوره کړل، خو دوه هغه مهم انځورونه پاتې وو چې د نه شتون له امله يې خاکه نامکمله وه، په هغو کې يو د عيسی عليه السلام د ماشومتوب انځور و او دوهم د يهوداه اسکريوتي انځور (يهوداه اسکريوتي د عيسی عليه السلام هغه حواري يا ملګری و چې په اړه يې په انجيل کې ليکل شوي چې د ديرش پيسو په لالچ کې يې عيسی عليه السلام دښمنانو ته په لاس ورکړی و.)

دا دوه داسې انځورونه وو چې ورسره مناسبې څېرې يې د مصور په ذهن کې نه وې، د دې لپاره د داسې شکلونو پيدا کولو په لټه کې شو چې له عيسی عليه السلام او د هغه له حواري يا ملګري سره همشکله وي.

يوه ورځ په ښار کې روان و چې نظر يې په ۱۲ کلن هلک ولګېد، چې له خپلو ملګرو سره يې لوبې کولې. مصور پکې سترګې ښخې کړې او دا معصومه څېره يې د عيسی عليه السلام د انځور کښلو لپاره خورا مناسبه وګڼله، ماشوم يې له ځان سره خپل کور ته په بيولو راضي کړ او انځور جوړول يې پيل کړل، په څو ورځو کې انځور پوره شو او په دې توګه يو مشکل حل شو.

خو د يهوداه اسکريوتي د انځور لپاره تر ډېرې اوږدې مودې مناسب شکل ورته پيدا نشو. ډيرو هغو خلکو ورته د دې انځور جوړولو لپاره خپل شکلونه وړاندې کړل، چې ځانونه يې خورا خبيث النفس بلل، خو د مصور زړه پرې اوبه نه څښلې، هغه د يهوداه اسکريوتي داسې څېره انځورول غوښتل چې په ليدلو يې د انسان له خولې کريغې ووځي، داسې چې د حرص او هوس قالب او د ګمراهيو خزانه وي. په دې لټه کې ډېر کلونو تير شول.

يوه ورځ ماسپښين مهال په شراب خانه کې ناست و چې له دروازې سره يې ډنګر او وچ سړی وليد، چې په څېره يې وحشت او ويجاړ حالت له ورايه ښکارېدل. سړی په متزلزل او نشه حالت کې شراب خانې ته داخل شو او د سوالګر په څېر يې د شراب شراب غږ وکړ.

مصور چې ښه ورته ځير شو، په څېره کې يې د هرې هغې ګناه انځور وليد چې يو آدم زاد يې کولی شي، په ليدو يې خوشحاله شو او ورته کړل يې چې کور ته ورسره لاړ شي، شراب به هم ورکړي.

مصور په کور کې انځور کښل پيل کړل، سړی ورته پټه خوله ناست و. کله چې انځور پوره شو، يوه ورځ د مصور ورته فکر شو چې د خپل انځور په ليدلو سره په سړي د ويرې او حيرانۍ اثار ښکاري. مصور ترې د حال معلومولو په پار پوښتنه وکړه چې څه پېښ شول؟

سړي تر ډېره خپل سر په لاسونو کې نيولی و او له سوړ اوږد اسوېلي ايستلو وروسته ورته کړل چې: لږ راته په غور وګوره! ته مې نه پېژنې؟ څو کلونه مخکې دې د عيسی عليه السلام د ماشومتوب انځور جوړولو لپاره همدا زما څېره انتخاب کړې وه.

(Reader’s Digest، May/1963م، د Saturday Review 14/March/1942م په حواله)

نوربيا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx