ورزش

سویلي افریقا دوهمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې په دوهمې شل اوریزې سیالۍ کې پاکستان لوبډلې ته د ۶ ویکټو او ۲۲ توپونو په توپیر په اسانۍ سره ماتې ورکړه.

سویلي افریقا لوبډلې پاکستان ته په سفر کې له دوه ټیسټ او یوې شل اوریزې لوبې وروسته لومړۍ بریا خپله کړه.

په یاده لوبه کې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې سیال لوبډلې ته د ۷ ویکټو په سوځېدلو ۱۴۵ منډې هدف وټاکه.

ددوی له لوري یو وار بیا محمد رضوان وتوانېد نیمه سلیزه ووهي، او پاتې توپ وهونکي په زیاتو منډو جوړولو ناکام شول، خو په وروستیو اورونو کې فهیم اشرف چټکې ۳۰ منډې وکړې.

د هدف په تعقیب کې د سویلي افریقا اوپنرانو غوره پېل وکړ او وتوانېدل تر پایه غوره لوبه وکړي، چې د پاکستان ټاکلی هدف یې په ۱۷م اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیریز ۱-۱ مساوي شوی او دریمه لوبه به د یکشنبې په ورځ د مازیګر په ۵:۳۰ بجې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx