افغانستان

 د کابل مذاکراتي ټیم د سولې په اړه له بیلابیلو قشرونو او ځینې هېوادونو په مشورو بوخت دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو له بُن بست حالت نه په استفادې د کابل حکومت مرکچي پلاوي غړي د سولې په اړه د نورو میکانیزمونو په اړه سلا مشورو باندې دي.

د سولې په چارو کې د کابل دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري نن د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، داچې مرکچي پلاوي له مقابل لوري سره د خبرو اصلي موضوعاتو باندې چمتووالی بشپړ کړی، اوس د ټولنې له بیلابیلو قشرونو او د سولې پروسې له ملاتړو هېوادونو سره په اړونده موضوعاتو سلا مشورې کوي.

نوموړې که څه هم د مشاورو هېوادونو او قشرونو نومونه په ډاګه کړي نه دي؛ خو د بین الافغاني مذاکراتو په لومړي پړاو کې طالبانو د کابل حکومت مذاکراتي ټیم تورن کړ، چې د سلا مشورو په پلمه هڅه کوي مذاکراتو کې د امریکااو نورو بهرنیو هېوادونو «فرمایشات» مراعات کړي.

د کابل حکومت مرکچي پلاوي په داسې مهال له کورنیو او بهرنیو جهتونو سره د سولې په اړه د سلا مشورو د پیلولو خبر ورکړی، چې تیره اونۍ د دغه پلاوي پنځه غړي له دوحې څخه کابل ته راستانه شول.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله د بین الافغاني مذاکراتو د بُن بست ماتولو لپاره د سولې په پار د نویو هڅو پیلولو څخه خبر ورکړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هر قدم د سولی په خاطر باید تقدیر شی. د کابل د ټیم مخکی طالبانو د دوحی مجلس پریښود او په سفر ووتل. هغوی بیا له ایران او روسی څخه د نوی اسلامی حکومت د جوړیدو خبری وکړی. اوس په دوحه کی صرف یو څو کسه ##ملایان نور هیڅوک نشته. د سولی خبری او اتری په ټپه ولاړې دی. زه اوس هم وایم چی په ولاکه دا وړی شړی کړی. سوله به په خپله راځی خو پس د دغو جګړه مارانو له وژنی. حکومت او طالب دواړه د خلکو د وژلو قاتلان دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx