افغانستان

هرات: د اسلام کلا ګمرک کې پراخه اور د تیلو او ګازو  ۵۰۰ ټانکر سوځولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د هرات ولایت په بندري ښارګوټي اسلام کلا کې د پراخې اورلګېدنې له کبله په ګازو او تیلو بار لږ تر لږه ۵۰۰ ټانکرونه سوځېدلي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد «هشت صبح» ورځپاڼې ته ویلي، دا مهال یې د اور زیاته برخه کنترول کړې؛ خو لاهم د اور مړه کولو ټیمونه له ځمکې او هوا څخه د وضعیت د پوره قابو کولو هڅې کوي.

له بل پلوه د هرات روغتیايی چارواکي وايي، د اسلام کلا له اور لګېدنې څخه ورته تراوسه پورې ۱۷ تنه ټپیان د هرات ښار ته ورلیږدول شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شیرزی وايي، د پېښې له ځایه ۱۷ تنه سوځېدلي ټپیان روغتیايي مرکزونو ته وروړل شوي، چې له دې ډلې څخه ۷ تنو ته لومړنۍ درملنه شوې، پنځه ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي او پنځه نور ټپیان بیا د اسلام کلا په روغتیايي مرکز کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړي د ټپیانو له جملې څخه د دوو تنو حالت په داسې مهال نازک ښودلی، چې یو شمېر ځايي سرچینو بیا په دغه پېښه کې د لسګونو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی؛ خو ځايي چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي.

له بل پلوه ایراني رسنیو بیا د پېښې ځای ته د ایراني پوځ لخوا د اور وژونکو الوتکو او مرستندویه امبولانسونو د لیږلو خبر ورکړی دی.

د «دو» د ایران دولتي تلویزیوني چینل د اسلام کلا په نننۍ اورلګېدنه کې د ۵۰ تنو د مړینې او ۳۰۰ ټپیانو سربیره د ۵۰۰ ټانکرانو د سوځېدو خبر ورکړی دی.

په هرات کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر یونس قاضي د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه«غمجنه» پېښه کې افغان سوداګرو ته ملیونونه ډالره زیان رسېدلی، چې تقریبا پنځوس ملیون ډالره اټکل شوی دی.

دغه اورلګېدنه نن د شنبې په ورځ (۲۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل) غرمه مهال د اسلام کلا د بندري ښار په ګمرک رامنځته شوه، چې د وژلو لپاره یې د هرات د والي سید وحید قتالي په ګډون ګڼ چارواکي هلته ورغلي وو.

د هرات سیمه ییزو چارواکو ددې اور مړه د ځمکې له لارې ناممکن بللي وو، د اور مړه کولو لپاره یې د الوتکو کارول مناسب بللي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې ددغې اورلګېدنې له د پر وخت نه مهار کولو له امله په ټولنیزو رسنیو کې د هرات پر سیمه ییزې ادارې او چارواکو توندې نیوکې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx