ورزش

کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټې لغوه او پرځای یې نوی سیستم وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ د نوې پریکړې له مخې به د سیالیو لپاره د لوبغاړو غوره کولو پخوانی سیستم ختم او پرځای به یې نوی سیستم وړاندې شي.

د یادې پریکړې پر اساس کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي داسې اداره جوړوي چې د یوه سیستم پر اساس به لوبغاړي غوره او لوبډلې ته وړاندې کیږي.

د افغانستان کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د یاد سیستم په اړه وایي، «د لوبغاړو په غوراوي کې د لا ‌‌‌‌‌‌ډېر شفافیت راوستلو په موخه د لوبغاړو د مدیریت سېستم (Athlete Management System) رامنځته کړی چې د لوبغاړو د وړتیا ترڅنګ د بدن تناسب او ‌‌‌‌‌‌ډسیپلین به هم په همدې سېستم کې ثبتیږي».

د کرکټ بورډ په وینا، له دې وروسته به د افغانستان د ملي ، نولس کلنې، ایمرجنګ او نورو لوبډلو ته د همدې سېستم په اساس لوبغاړي غوره کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي د یوې ویدیو له لارې د یاد سیستم په اړه وایي، په نوي سیستم کې به د یوه سافټویر په واسطه د ټولو داخلي او ملي لوبغاړو ریکارډونه، لوبې او بېلا بېل معلومات خوندي او په عام ډول خپریږي.

د نوموړي په وینا چې ددې سیستم له مخې به د غوراوي اداره د لوبغاړو بشپړ معلومات راټولوي، د تکړښت، ډیسپلین او ازموینو له تېرېدو وروسته به ملي لوبډلې ته انتخابیږي.

د افغانستان غوراوي کمیټې د ملي لوبډلې په ټاکلو کې د پراخ فساد او میراثیتوب له کبله تل د کرکټ مبصرینو او مینوالو له لوري له جدي غبرګون سره مخ کیږي، چې په وینا یې لوبغاړي د یوه واحد سیستم پر اساس نه ټاکل کیږي.

د کرکټ بورډ مشر وایي چې غواړي دغه سیستم له منځه یوسي او پر ځای یې یو شفافه اداره رامنځته کړي تر څو د کرکټ غوراوي کمیټې د لوبغاړو په انتخاب کې درغلي ونشي کړای.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ملي لوبډله د راتلونکې مارچ میاشتې په پېل کې د زمبابوې لوبډلې سره درې شل اوریزې او دوه ټیسټ سیالۍ لري، کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې خو لا څرګنده هم نه ده چې پر کوم اساس به لوبډله ټاکل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x