افغانستان

بلخ کې ۵۲ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ۵۲ تنه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه شمېر تسلیم شوي دولتي عسکر، پولیس او اربکیان د بلخ ولایت چمتال، شولګر، کلدار او دولت آباد ولسوالیو مربوط دي، چې په خبره یې د دعوت او ارشاد مسئولینو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات دویم پړاو هم پیل شوی، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته دغه لړۍ نوره چټکه شوې، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۶۰۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx