افغانستان

ارزګان کې دولتي عسکرو د یوې میرمنې په ګډون ۳ تنه ولسي خلک ویشتلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالیو کې دولتي عسکرو د یوې میرمنې په ګډون ۳ تنه ولسي خلک ویشتلي، چې له امله یې دوه تنه «شهیدان» شوي او یو بل ټپي دی.

تیره ورځ ناوخته د دهراود ولسوالۍ د کمپاین اړوند یوې دفاعي پوستې عسکرو د محمدولي په نوم یو ځايي کس نه ډوډۍ وغوښته؛ خو داچې نوموړي کس په کور کې د ډوډۍ د نه شتون له کبله خپله بې وسي ښکاره کړې، نو عسکرو یاد کس د خپل کور مخته په ډیر «قساوت» سره شهید کړی او میرمن یې چې د هغه د خلاصون لپاره یې چیغې او فریادونه کړي، ټپي کړې ده.

ددې ترڅنګ تیره ورځ سهار د مرکز ترینکوټ اړوند سترمن په چنارک سیمه کې د ورځې په لسو بجو د شیرمحمد په نوم یو سپین ږیری لاروی په ډزو ویشتلی او ځای پرځای یې «شهید» کړی دی.

ویل کیږي چې له نوموړي سپین روبي سره یوبل کس هم ملګری ؤ، چې هغه په تېښته ځان د عسکرو له ګولیو ژغورلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر له ملکي خلکو د ډوډۍ غوښتنه کوي او د نه ورکولو له امله هغوی شهیدانوي، بلکې تردې وړاندې د غزني او زابل په ګډون ګڼو ولایاتو کې اربکیانو او پولیسو ملکي خلک له دې امله هم شهیدان کړي، چې د هغوی پوستو ته یې اوبه نه دي ورخيژولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx