نړۍ

کراچي: په سینما کي دننه چاودني ۶ تنه ټپيان کړل

blast_in_karachi_06نن ټکی آسیا: نن د کراچي ښار د ليمارکیټ په سیمه کې په یوه سینما کي چاودنه وشول، چي له کبله يې ۶ تنه ټپيان شول، چي د هغو څخه د دوو تنو روغتیايي حالت د انديښنې وړ ښول شوی دی.

د تفصیلاتو سره چاودنه هغه وخت په سینما کي دننه را منځته شول، کله چي په سینما کي د وقفې وخت وو.

ځايي چارواکي وايی چي کیدای شي د سینما د ناستي تر چوکیو لاندي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوې وه.

هغوی زیاته کړې چي که چیري دا چاودنه په سینما کي د نندارې په وخت کي را منځته شوې وای نو ډیر شمېر وګړي به يې ټپيان کړې واي، او زیان به اوښتی واي.

باید وویل شي چي نن د پاکستان په بل اړخ بلوچستان کې هم د چمالانګ په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو ډزي وشولې، چي له کبله يې دوه تنه عسکر ټپيان شول.

او همداسي نن په بلوچستان ایالت کي مستونګ ته نیژدې د دشت په سیمه کې ناټو ته تیل وړونکي درې ټانکران وسوځول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x