افغانستان

د بلخ په دولت آباد کې د یوې چاودنې په اړه د طالبانو او شاهین قول اردو متضادې ادعاوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه «خالي» مرکز کې د شکمنې چاودنې له کبله طالبان او شاهین قول اردو متضادې ادعاوې کوي.

د شاهین قول اردو ویاند جګړن حنیف رضايي پرون د شنبې په ورځ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه، چې د دولت آباد ولسوالۍ په «قُلتاق» سیمه کې د طالبانو د یو مرکز دننه چاودنه کې د ماین جوړوونکو شپږو بهرنیو «ماهرینو» په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي، کومه ادعا چې د طالبانو لخوا رد شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې دغه چاودنه د دوی اړوند یوه خالي خونه کې شوې او ځاني زیان نه لري.

له بل پلوه یوې سیمه ییزې سرچینې هم د نوم نه خپرولو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي، چې د جمعې په ورځ ناوخته دولت آباد ولسوالۍ په «قُلتاق» کلي کې د طالبانو یوه تخلیه شوي مرکز کې په «تیروتنې» سره د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې یاد مرکز نړېدلی.

سرچینه زیاتوي، د شنبې په سهار دولتي الوتکو دغه ویجاړ شوي مرکز باندې «درنه» بمباري هم کړې ده، چې له امله یې د نړیدلي مرکز شاوخوا کورونو ته هم زیان اووښتی دی.

د سرچینې په خبره په چاودنه او هوايي بریدونو کې له مالي زیان پرته د طالبانو او ملکي خلکو په ګډون چاته ځاني زیان نه دی اووښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx