نړۍ

د امريکا په مشرانو جرګه کې د ټرمپ د استیضاح هڅه ناکامه شوه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلويانو د تېرې جنورۍ په شپږمه د کانګريس پر ودانۍ يرغل کړی و او په مشرانو جرګه کې د ډيموکراټانو استازو د هغه د استیضاح پرېکړه کړې وه، خو پر نوموړي لګېدلي تورونه بې بنسټه وبلل شول.

د ټرمپ د استیضاح لپاره د ډيموکراټانو استازي دوه پر درې برخې رايو ترلاسه کولو کې پاتې راغلل او د استيضاح هڅه يې ناکامه شوه.

د امريکا د مشرانو جرګې سل استازي دي، چې د اوو جمهوري پلوو سربېره ۵۷ سناتورانو د ټرمپ د استيضاح لپاره رايه ورکړه، خو ۴۳ هغو بیا د استيضاح پر خلاف رايه وکاروله او د ټرمپ د سزا لپاره د ۶۷ رايو اړتيا وه، چې پوره نه شوې.

د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر مياشت کې هم مشرانو جرګې ډونلډ ټرمپ له واکه د ناسمې ګټې اخيستو په تور استيضاح کړی و او دا يې دوهمه استیضاح وه.

که د ټرمپ د استیضاح پرېکړه شوې وای، نو مشرانو جرګې دا پرېکړه هم کولی شوای، چې په راتلونکي وخت کې په ټاکنو کې د ټرمپ کانديددو او دولتي دندې په تر لاسه کولو بنديز ولګوي.

جمهوري پلوه سناتور مچ ميک کونل په خپلو پخوانيو څرګندونو کې ويلي و، چې پر کانګريس د پارېدلو لاريونوالو د بريد پړه پر ټرمپ ده، خو د مشرانو جرګې د استیضاح غوښتنې پر مهال يې د استیضاح پر خلاف رايه ورکړې او دلیل يې دا ویلی، چې نوموړی اوس ولسمشر نه دی او د هغه د استیضاح هڅه يې ناقانونه بللې ده.

خو د ډيموکراټانو استازو بيا ويلي، د ټرمپ برائت به ناوړې پایلې ولري او لامل يې دا بللی، چې ټرمپ به وکولی شي، چې په راتلونکو ټاکنو کې هم ګډون وکړي او ښايي يو ځل بيا د کانګريس پر ودانۍ ورته بریدونه وشي.

د ټرمپ د مدافع وکيلانو ټيم، پر نوموړي لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي او د مشرانو جرګې له لوري يې د ټرمپ د استیضاح هڅه ډرامه بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx