افغانستان

د دفاع وزیر اسدالله خالد موټر چلوونکی په کابل ښار کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): امنیتي سرچینې وايي، د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې د دفاع وزیر اسدالله خالد موټر چلوونکی له خپل زوی سره یوځای وژل شوی دی.

د څلورم مکروریان امنیتي ساتونکي وايي، محمدافضل چې د پوځ افسر او د دفاع وزیر اسدالله خالد شخصي موټر چلوونکی ؤ، تیره شپه د ناپېژاندو کسانو لخوا په خپل کور کې دننه د تمانچې په ډزو سره وژل شوی دی.

سرچینې وايي، چې په دغه پېښه کې د هغه کوچنی زوی هم وژل شوی؛ خو میرمن او یوه لور یې روغ پاتې دي.

د کابل ښار امنیه قومندانۍ چارواکي هم دغه پېښه تاییدوي او زیاتوي چې کیدای شي دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله امله رامنځته شوې وي.

دفاع وزارت که څه هم تراوسه په دې هکله رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو سرچینې وايي، چې محمدافضل د کاپیسا ولایت اوسېدونکی او د اسدالله خالد له خپلوانو څخه ؤ، چې دا مهال یې له نوموړي سره د موټر چلوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx