شعـــــرونه

د یو معتاد یا لېوني سړي په رنګ یمه نور/ خدرخېل

جانان خدرخېل

د یو معتاد یا لېوني سړي په رنګ یمه نور
په خدای چټي مې له خپل ځان سره په جنګ یمه نور

که له وطنه د وتو لار در معلومه وي نو
ماته یې هم وښیه، زۀ هم پکې تنګ یمه نور

ډېر مې یادېږې او نۀشتون دې رانه خوب وړی دی
والله چې ورکه یاره! تا پسې ملنګ یمه نور

بې تا بې روحه یم، بې حِسه یم او بې له تا نه
د خاورو څلی یم، پخپل ځان مې را ړنګ یمه نور

کفن له سره تاووم لکه پګړۍ دغسې
مینې درجار یم، راوتلی دې په ننګ یمه نور

ستا خپله خوښه چې په غاړه مې کوې او که نه؟
خو “خدرخېل” درپسې تور لکه لونګ یمه نور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx