ټولنیزه برخه

د عمومي چارو اصلاح

لیکنه : دکتور حسن الترابی

ژباړه : عزیزالرحمن ناصري

اصلاح د فساد ضد دی او اصلاح د سمولو او فاسدوونکو تغیرولو او په سموونکو باندې بدلولو او په ټولنه کې د خپل منځي اتفاق او جوړې په واسطه د اختلافاتو ورکولو ته وایي، دا رنګه اصلاح د هغه څه تغیرول، جوړول او را پورته کول دي چې د وطن شاو خوا شرایط یې تغیر شوي وي او هغه یې د قصور، ظلم او فساد کندو ته غورځولی وي.

او د ځان اصلاح له بدۍ څخه وروسته د خیر او نیکۍ خواته را ګرځیدل او توبه کول او د نیک عمل ترسره کول دي، لکه څرنګه چې قران کریم پدې اړه ډیره زیاته توصیه کوي، ترڅو ایمان او تصدیق له تاوان څخه لرې او کامیابي ترلاسه شي.

د ټولنې اصلاح له باطلې او غلطې تګلارې د حق  عمومي لارې، عدالت، خیر او نیکۍ، یا له ظلم او فساد نه د عدالت، قانونمندۍ او نظام خواته را ګرځیدلو ته وایي، ترڅو یې عاقبت ښه شي

( ان ارید الا الاصلاح ما استطعت وما توفیقی الا بالله علیه توکلت و الیه انیب)هود ۸۸-

همدارنګه اصلاح هغه کلمه ده چې اوس مهال عربي ژبه کې د لاتیني اصل (Reform) مقابل کې کارول کېږي او معنی یا هدف یې د ظاهري ژوند تغیر او تبدیل دی او په سیاسي اصلاحي تګلارو/اصولو کې د دې ترڅنګ د همدغې موخې په خاطر د سوله ييز تدریجي حرکت معنی هم ورکوي، خو اصلاح د قرآنکریم په ژبه ډیره پراخه ده او ټولو اصولي او ظاهري اصلاحاتو ته د ټولو مشروعو وسایلو له لارې د نرم، صبور، باصبره، تدریجي دعوت او د نیکو مقاصدو په لور ګرم او تیز جهاد ته شاملیږي.

د عمومي چارو اصلاح داده چې کله ټولنه خپل واقعیت کې د عامه بیلګه ژوند څخه غافله شي او کمی پکې وکړي نو د دې بیلګه اصولو او ژوند خوا ته د تغیر سیاسي حرکت پیل شي.

یا دا چې کله د حق په پخوانیو دریځونو او مظاهرو باندې جامد پاتې شي، سره له دې چې داسې نوي شرایط، ظروف او ازمیښتونه راغلي دي چې ټولنه یې له خپلو بیلګو څخه جلا کړې او د دې غوښتنه کوي چې نوې لارې چارې او نوي مذاهب او مسایل را وټوکېږي ترڅو ټولنه اصلاح شي او د ابد لپاره له حق سره مستقیمه شي.

دا رنګه د ټولنې اصلاحي حرکت د قران کریم په ژبه له زوال او سقوط څخه وروسته بیرته راپورته کېدلو او ژوندي کېدلو ته وایي، په اصطلاح لکه له مرګ څخه چې را ژوندی شي او په نفسونو کې ویښ والی او ایماني بیدارتیا (Revival,Rebirth) را څرګنديږي، چې یواځې د ځانګړو او خصوصي چارو پورې لنډ ندی، لکه څرنګه چې د هغو دیني عقایدو حال دی چې اوس غرب ورته رسیدلی دی، بلکې فکري اجتهادي فعالیتونو حرکت او خوځښت او د جمود، خمود او رکود له تقلیدي دورې څخه وروسته د دیني فقهې تجدید، نظریاتو او لرلیدونو ته هم شاملیږي.

او دا بیا را ژوندي کېدل یا (احیاء)او (Renaissance) د هڅوونکي او وریادوونکي ایمان په ژوند کې د مادي پاڅون او طاقت بیا را ژوندي کول دي، چې نه جامد کېږي، نه شنډیږي او نه مرګ پیژني، بلکې خوځښت لري، حرکت او نمو کوي او نوي تولیدات راوړي.

که چېری هم سیاسي اصلاحي حرکت خپله ازادي ترلاسه کړي او لارې یې خلاصې او پراخې شي ترڅو خپله ازاده اراده او مشیئت وکاروي، نو ډیر ژر به راوټوکېږي او ټولنه کې به د عواطفو، احساساتو، افکارو او اعمالو نوښتګرې مېوې را وپنځوي او بیا به د دعوت، تبلیغ ، مناقشو او بیلګو تجدید او نوښتیا عامه شي او دا هرڅه به په سوله ییز ډول سره پرمخ روان وي، ځکه چې همدا د انسان غوره، اسانه او تیزې خپرېدونکې اړیکې دي او د فعالیت او رښتینولۍ غوره ضمانت دی.

دا وخت به وروستی هدف همداوي چې مخ پر وړاندې (Progress) به د مطلوبو بیلګو په لور سره نزدې کېږو، که څه هم د هغه چا پر وړاندې وي چې پخوانیو تقلیدونو باندې د محافظه کارۍ لپاره جدال او مناقشه کوي(Traditionalist,Conservative).

خو کېدلی شي پخواني د اصلاح او تجدید پر وړاندې له فکري، عرفي او تقلیدي اړخه سخت شي او د رجعیت مذهب (Reactionary) غوره کړي، ځکه چې په هرڅه کې تراث ته ورګرځيدلو سره سخته مینه لري.

البته د اسلام لومړنیو اصولو ته بیرته ورګرځیدل انسان دیته اړباسي او هڅوي چې له ځینو هغو عرفي او عقیدوي تپل شوو تقلیدونو او رواجونو پښه واړوي چې له اوږدې زمانې څخه حق دین ته منسوب شوي دي. خو د حق اصول یې تر پوښښ لاندې راوړي دي او د هر هغه حرکت مخه ډپ کوي چې هغه د تجدید او نوښت نهالونه خړوبوي/ ورڅخه الهام اخلي او یا ورڅخه د زمانې د حادثاتو او پېښو پر وخت د رښتیني تعبیر الهام اخلي، نو ( بنیاد ګرایي) هغه پاروونکی، پرمختلونکی حرکت دی چې له هغه ( تقلیدي ) سیستم سره مقاومت او مقابله کوي چې تراث ( فرهنګي میراث) ته د پخوانیو سلفو د لاسته راوړنو په ترڅ کې ځان منسوبوي او له همدې لامله ورباندې د دی وروستیو او خلفو نفسونه سخت شوي او کلک شوي دي.

خو دغه اصولیت یا بنیاد ګرایي په امریکا کې د نصرانیت له هغه څخه جلا او بیل شی دی، البته دغه کلمه د غلط قیاس او د اوسني اسلام نوو ښکارندویو ته د تبلیغاتي نفوذ له مخې رالیږدیدلې ده.

کله بیا په پخوانیو منګولې لګول په رواجونو او معلومو منافعو باندې اصرار او ټینګار وي، چې تعصبونه او شهوتونه یې اسیران کړي وي او د نوو دنیوي او مادي اصلاحاتو له راتګ سره پخپلو عملونو او لاسته راوړنو باندې د راتلونکو خطرونو څخه ویریږي.

په همدې ډول د راتلونکي حق او عدالت څخه ویریدونکو خلکو پروپاګندې او تبلیغات د انبیاو او صالحینو د دعوتونو پر وړاند ې ودریدل / را ولاړشول.

( قالوا یاشعیب أصلاتک تأمرک ان نترک ما یعبد أباونا أو أن نفعل فی أموالنا ما نشاء انک لأنت الحلیم الرشید)هود ۸۷- (وکذلک ما ارسلنا من قبلک فی قریة من نذیر الا قال مترفوها انا وجدنا اباءنا وانا علی اثارهم مقتدون)الزخرف ۲۳-

کله چې د اصلاح پر وړاندې د پخواني میراث طرفداران او ټوله ځمکه کې د دوی ملاتړي پدې پوه شي، چې نوی هغه پراخیدونکی خطر دی چې پرضد یې مناظره او مناقشه ګټه نه رسوي، نو بیا وسلې را پورته کولو ته اړ کېږي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې دغه اصلاحات په پخوانیو ټولنو کې د زورواکو او چارواکو معلوم منافع او یا د دوی د جبر او ظلم او زور واکۍ قدرت تهدید کړي.

لکه د فرعون او د هغه د لښکرو کیسه له موسی علیه السلام او د هغه له قوم سره، دغه وخت بیا دین هم د خپل پیغام پورته کوونکو او لرونکو ته اجازه ورکوي چې د دغه تیري پرمخ کې راولاړ شي او مقاومت او مقابله ورسره وکړي، ترڅو چې هغوی مناقشو او خبرو اترو ته حاضر و او خپل لاسونه یې نیولي وو، نه دا چې د زور او تیري له لارې ورمخکې شي، ځکه چې دوی يواځې د تیري کوونکي او بدي کوونکي جواب په مثل سره په دفاع او قتال د مجبوریت پر وخت سره ورکولی شي( اذن للذین یقاتلون….) الحج ۳۹-۴۰-

په عربي سیاسي مذهبونو کې هم داسې څه شته چې د آزادۍ په لار کې مقاومت، مبارزې او جنګ ته هم د مشروع لارې په توګه اجازه ورکوي(Freedom  Frighting, Strggle, Resistance).

چې کله د مرافعاتو دورې پیل شي د لوړوالي نښتې رامنځته شي او بریا هم د اصلاح ګوند شي، ځکه چې د هغو اکثریت خلکو ملاتړ ترلاسه کوي چې ظلم ویني او تحمل کوي یې او پای دولت هم د اصلاح خلکو ته په لاس ورشي، نو بیا کله ناکله د بدلون حرکت او خوځښت د یو ناڅاپي انفجار او تحول په ډول سره منځ ته راځي او پدې ډول سره د ټولنې حرکت او ژوند یو راپاریدلی(انقلاب)شي چې اوضاع بدل کړي.

(Revoluation)
او کله انقلاب د ژوند ټولو برخو ته شامل وي او کله بیا یواځې همدومره وي چې یواځې د هغه واک، پانګې او منصب پر بدلېدو پورې لنډ شي، چې ترمخه به د ځانګړو طبقو، قومونو، ډلو، ټپلو او شخصیتونو ترمنځ پر یو بل برلاسي کېدل او د انقلاب (کودتا) کلمه د خپل لوی تاریخي اغیز او زیاتو تجربو له مخې یو مشهور او محبوب شعار ګرځیدلی دی او له همدې لامله د تغیر او بدلون د ګڼو حرکتونو لپاره د شعار په توګه کارول کېږي، که څه هم موخې او دریځونه یې محدود هم وي، او کله شاید د قوت دغه حرکت او خوځښت د یو تیري پیل او یا دفاعي جواب وي، خو یواځې هغو ډلو ته متوجه وي چې واکمني یې ترلاسه کړې او منګولې یې پرې خښې کړې وي، چې دا وخت ورته بیا انقلاب(Coupd,Etat) وایي.

یعنې د واک خاوندانو ته قوي ضربه ورکول او د هغوی له لاس څخه د واک ویستل او اخیستل او دا هم کېدای شي چې د دې ترشا هدف دا وي چې د عمومي ژوند مسیر اسانه شي او د واک او مصلحتونو تلې او د امن ، عدالت او دولت سیاستونه تغیر وخوري او یا به یواځې د کودتا چېانو او زورورو د هیلو او تمو پوره کېدل وي ترڅو له دې وروسته دوی له واک څخه ګټه واخلي او خوند پورته کړي. عمومي چارې پرمخ بوځي، خو د اصلاحاتو برخه کې بیا ټاکلو لاسته راوړنو ته نه رسیږي، مګر تشو لاپو او دعوو او شعارونو ته.

بیا هم که د بشري واکمنیو د ادلون بدلون قوانین هر رنګ وي، خو د دین او شریعت حقه لاره داده چې د اصلاحاتو لپاره د موحدینو مؤمنینو د ټولنې اکثریت لاس په کارشي، دغه کار چې کله هم او یا چېری هم د دعوت او یا جهاد له لارې په ځمکه باندې واکمن شي نو د پرمختګ او تقوا په خاطر له الله تعالی سره د اړیکو شعائر او اعمال قایم کړي او د لاسنیوي او عدالت په موخه زکات ورکړي، امربالمعروف او نهی عن المنکر وکړي او پای د اصلاح او بري پر لاره په یو ثابت سیاست باندې سره راټول شي او اجماع ورباندې وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx