افغانستان

ناټو: افغانستان کې تر پایه جګړه کول ناشوني دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ناټو ايتلاف سرمنشي ینس سټولټنبرګ ويلي، داسې نه شي کېدای، چې افغانستان کې تر پایه جګړه روانه وي او د ناټو ايتلاف هېڅ غړی هېواد هلته له اړتيا پرته پاتې کېدل نه غواړي.

نوموړي زیاته کړې، چې پر طالبانو «باور نه شته او په افغانستان کې د جګړې شدت زياتوالی د منلو نه دی.»

د ناټو سرمنشي پر طالبانو غږ کړی، چې د جګړې شدت کمولو او له نورو وسله‌والو ډلو سره د اړيکو پرې کولو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ طالبانو هم پر ناټو او امريکا غږ کړی و، چې د افغانستان اشغال پای ته ورسوي او زياته کړې يې وه، چې روانه جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده.

د طالبانو له رسمي ادرسه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي و، دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او هېڅکله يې سرغړونه نه ده کړې او همدارنګه يې پر ناټو او امريکا هم غږ کړی، چې دغه تړون ته ژمن پاتې شي او له خپلې ژمنې سره سم خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي.

طالبانو په خپله اعلاميه کې ويلي و، چې مقابل لوری د دوحې تړون ته ژمن نه دی پاتې شوی، په ولايتونو کې يې عمليات او پر طالب جنګياليو يې بریدونه کړي او د دوی پر خلاف يې ناوړه پروپاګند کړی دی.

طالبانو پر امريکا او ناټو غږ کړی و، چې هېڅوک بايد د افغانستان په اړه «ناسمه محاسبه او د اشغال» د دوام فکر ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

ین سټولټنبرګ لکه چي د عقل ډیرولو ویټامین ګولۍ شروع کړي دي. ورځ تر بلي هوښیار کیږي. یوازي په تیرو درومیاشتو کي یې عقل تر پخوا ډیر سم سوی دی. اوسنئ خبري یې تر پخوا ډیري معقولي بریښي. پخوا خو به یې داسي اوتي بوتي ویلې چي ته وا د شرابو په حوض کي یوچا اووه غوټې ورکړي دي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx