دیني، سیرت او تاریخ

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سنتو عمل د ښه شخصیت نښه ده

عبدالرحمن وقار

زموږ خوږ پیغمبر حضرتﷺ په یو داسې وخت کې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې د عربو جزیره بد اخلاقه شوې وه،په شرابو او قمار اخته شوې وه،بې ځایه غیرت، خبره د ژوندیو لوڼو ښخولو ته رسېدلې وه، لوټمارې پکې عامه وه، د ښځي مقام پکې ټیټ وه، ځینو به د فقر او لوږي له وېرې خپل اولادونه وژل.

د حضرت محمدﷺ په راتلو سره هر څه بدلون وخوړ، حضرت محمد ﷺ د الله تعالی له لوري په ښه ډول لوی شو، د جاهلیت له مرداریو څخه لرې وو، په خپل قوم کې تر ټولو ډېر د زړورتیا خاوند و، تر ټولو د ښه خوی خاوند وو، تر ټولو حیاناکه و، تر ټولو رښتیا وېونکي وو، تر ټولو ښه امانت ساتونکې وو، تر دې چې په خپل قوم کې په {آمین} بلل کېدی، د هغه مبارک، مېړانې عدالت او ښو اخلاقو هر څه ته تغیر ورکړ، له راتلو سره سم نړۍ د سکون غېږۍ ته ولوېده. دهغه مبارک د ژوند په کړو وړو عمل کول، د الله تعالی د رضایت او د یو کامیاب شخصیت د کېدلو نښه ده. د حضرت محمدﷺ په ژوند او اخلاقو عمل کول، الله تعالی او خپل ځان په ښه توګه پېژندل دي، چې موږ ته د کامیاب ژوند زیری راکوې، د حضرت محمد ژوند او اخلاق موږ ته د حق او باطل تر منځ فرق کول، په ښه ډول راپېژني، د حضرت محمدﷺ عدالت او انصاف موږ ته د یو ښه مشر کېدلو، لارې چارې راښيې، چې زموږ د بریا سبب کېږي.

د هغه مبارک امانت ساتنه، رښتیا ویل، او ښه تقوا، موږ ته په ټولنه کې د یو رښتینې او صادق انسان صفت را په برخه کوې، د هغه مبارک په ژوند اخلاقو او سنتو عمل کول، ستر خیر ده،
الله تعالی دې موږ ته پرې نېک عمل نصیب کړې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx