افغانستان

حکمتیار د حکومت خلاف د پراخو لاریونونو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د حزب اسلامي ګوند مشر «ګلبدین حکمتیار» وایي، کابل حکومت ورسره کړې ژمنې  عملي کړې نه دي او که چېرې حالت همداسې روان وي، حزب اسلامي به یې پر خلاف پراخ لاریونونه وکړي او د «ناټو د مزدورانو خولې به ورماتې کړي.»

حکمتیار چې په کابل کې يې شوروي ځواکونو د ماتې د ۳۲ مې کلیزي په مناسبت رابلل شوې ناستې ته خبرې  کولې وویل، چې که حکومت له حزب اسلامي سره کړې ژمنې پوره نه کړي او د یاد ګوند بندیان خلاص نکړي، نو پر  خلاف به یې پراخ لاریونونه وشي، دومره چې ان تر ارګه ورسېږي او د ارګ د «مفسدو کړیو» تر خاتمې به دوام وکړي.

نوموړي وړاندې د غونډې ګډنوال مخاطب کړل او له هغوی یې وغوښتل، چې هر  تن تر شلو پورې د کسانو برابرولو هڅه وکړي او د ارګ  په خلاف مظاهرو ته راووځي.

حکمتیار د کابل حکومت چارواکي د «ناټو او امریکا مزدوران» وبلل او په خبره یې، د «ارګ سیکولران» یې مجبوري چې هغه ډول کړنه ورسره وکړي، څه ډول چې پخوا له پرچمیانو سره شوې وه.

نوموړي ددې تر څنګ حکومت تورن کړ، چې د سولې تامین ته اراده نه لري او په خبره يې له بندرو څخه د غنمو او نورو خوراکي موادو په کانټینرونو او لاریو کې په پټه توګه پراخې وسلې  هیواد ته را اړوي او پر هغو خلکو باندې یې ویشي چې د جګړې سابقه لري، تر  څو د طالبانو په وړاندې راپورته شي.

حکمتیار د امریکا او طالبانو تر  منځ لاسلیک شوی تړون د امریکا لپاره یو غوره انتخاب او اړتیا وباله او د امریکا پر نوي ولسمشر «جوبايډن» يې غږ وکړ، چې د دوحې تړون عملي کړي او د اوباما د دورې  ناکامې هڅې تکرار نکړي.

ورته مهال د ارګ مرستیال ویاند «دوا خان مینه پال» بیا د حکمتیار څرګندونې رد کړې او کابل حکومت یې له ولسي مشروعیت څخه برخمن نظام بللی دی، چې دده په خبره، دولتي عسکر ترې ساتنه کوي.

یاده دې وي، چې څو کاله وړاندې د حزب اسلامي مشر د کابل حکومت سره سوله وکړه او حکومت ورسره ژمنه وکړه، چې په زندانونو کې د حزب اسلامي اړوند بندیان به خلاصوي؛ خو تر دې دمه په دې برخه کې د پام وړ ګام نه دی اخیستل شوی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

زه په طالبانو غږ کوم چې له لازم مخکیني تنسیق سره مل ددې مظاهرو تر شا د قطعې منتظره په توګه د کابل په څنډو او د ننه کې د تیارسي په حال کې واوسي او د اړتیا په وخت کې د یادو مظاهره چیانو د ملاتړ او حالاتو د کنټرول او مفسدو او لاسپوڅو چارواکو د په له منځه وړلو کې لاس په کار شي.

په خبر کې ټومبلی تصویر ماته له حقیقت سره سره مناسب انتخاب نه ښکاري ځکه د حال په ژبه د حکمتیار په ادرس له پیغوره ډک پیغام لېږدوي.

Adam Khan

Hekmatyar Saib

You are not going to live longer. It is time for you to rollup your sleeves. If you could smash the Soviet Union then you can also smash the Western Union

MAKE A HISTORY

دوکتور غروال

٫##یار تاسی ته د امریکا له خو دوه قصرونه درکړ شوی دی او د ستا نورو ۱۸۰ قاتلانو ته معاشونه ورکوی اما بیا هم تاسی ته به امریکاهیڅکله د افغانستان حکومتداری مشری درنکړی دا تاسو قاتل ته هم پوره څرګنده دی !!!

Adam Khan

Hekmatyar Saib

Today the credit of this independence day goes to you and you are still young rollup your sleeves and go for another win

Do not leave Taliban alone

نعمت الله

مولانا فضل الرحمن لاریون=> عمران خان
مسقیما مساوی ده
گلبدین لاریون => اشرف غنی
دفاسد حکومتونه دوام لپاره فاسده ګوندونو تظاهرات ضزوری ده.

الحاج استاذ بیانزی

انقلاب انقلاب انقلاب او حکمتیار او انقلاب
انقلاب له مرکز نه له باڼدو شروع کیږی انقلاب د اشغال په غیږ کی کیناستل او اشاغال دی د کور او باډی کاردانو ډالری معاشونه پری کوی او د هغه د باسه ستا حآرنکه او ساتنه کوی که دا کار ونه کړی یوه شبه هم نه شی تیرولی ، دا ډالر په څه درکوی چه ته څه ورنګړی هغوی به څه درکړخرهی . وایی ته چه څه رانګړی زه به څه درکړم دا راکړه ورکړه ده کنه امریکایان دومره خره نه دی چه هم معاشونه او هم شمارونه

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx