دیني، سیرت او تاریخ

د پاستر جان سمیت څلورم اعتراض

عبدالغفار جبير

ستاسو ښځې ځکه حجاب کوي چي تاسې پر شکمن یاست.

اعتراض: ستاسو مسلمانانو ښځې ځکه حجاب کوي چي تاسي ورباندي شکمن یاست ، دا چي موږ نه یو ورباندي شکمن ځکه حجاب راته کوم ارزښت نلري.

ځواب: عبدالغفار جُبیر
حجاب داسي نه چي یواځي په قرآنکریم کي ورباندي ټینګار سویدی بلکي ستاسو په انجیل او تورات کي هم ارزښت لري، ستاسو مقدس انجیل  موږ ته وايي چي که د ښځې سر لوڅ سي باید ددغې ښځې سر و خریل سي، دا ځکه سر لوڅول یوه ستره ګناه ده لکه په انجیل کي چي راځي:
او کومه ښځه چي سرتورې دُعا کوي هغه خپل سر بې عزته کوي، ځکه چی هغه د سرخرييلې په شان ده، که ښځه پورڼی نه پر سر کوی نو سر دي و خریل سي، که د ښځې لپاره ويښتيان پرېکول او سرخريل د شرم خبره وي نو پورڼی دی پر سرکړي…… نو د فرشتو په سبب چي پخپل سر د اختیار نخښه (حجاب) کښېږدي.

(اول کورنتيان : ۱۱  باب: ۵- ۱۱)

تاسي ګورئ، د انجیل د پورتني فقرې مطابق په لوڅ سر دعاء نه قبلیږي او آن که د ښځې سر لوڅ سي باید هغه سر و خریل سي، بل ځای په اوسني تورات کي راځي:
د کومې ښځې چی سر لوڅ وي د هغې سره کرکه ښکاره کئ داځکه چی  دا د لعنت په زانګو کی زانګې، او علماء باید دا شکمنه زناکاره ښکاره کړي وعامو خلکو ته (اعداد، 16ـ 18)

که څوک حجاب نلری، دا ستاسو د مقدس کتاب بایبل په آند دا لعنت دی او د عذاب سبب ګرځي.
د حجاب په اړوند نوي ساينسي څېړنې او حقايق
د ټول بدن (۴۰- ۶۰٪)  پوري تودوخه يواځي په سر کي شتون لري نو هغه  څوک چي سر ئې پټ وي په يخه هوا کي (۵۰٪)د خپل بدن تودوخه ساتي نسبت و هغه چاته چي سر ئې لوڅ وي، اسلامي او چينايي طب په يوه ليکنه (In the Hua Di Nei Jing) يعني (The Yellow Emperor*s Classic on Inter and Medicine)

په اوس مهال کي دا ثابته کړېده، چي د باد حرکت او خوځښت په بدن کي ډېر بدلونونه راولي، چي لوی تاوان ئې دادئ چي د بدن موازنه سره ويجاړه وي او درنې پايلې لري، چي د روغتيا لپاره ډېر خطرناکه دئ او که  چيري حجاب وي نو بيا دا بدي اغيزې نشته، اوسني ساينس پوهانو دا هم ثابته کړېده چي عام زکام او نزله د باد له کبله پيدا کيږي، دا ځکه چي باد بدن وهي او په نتيجه کي لومړی نورږی چي بيا کله په زکام او نزلې او کله هم دا کړاوونه دايمي سي، خو که حجاب وي نو د دې ټولو مشکلاتو څخه بيا خلاصون ډېر اسانه دی.

د اعصابو يو مشهور متخصص ډاکټر .وې، جي روسين (V.G. Rocine)
پخپلو څېړنو کي ليکي:
په ګرمو سيمو کي، او په ګرم موسم کي د سر پټول د روغتيا لپاره شرط دئ ، دا ځکه چي د ماغزو فاسفورس په (۱۰۸) درجو کي د حرارت ويلي کيږي ، او که يو څوک و لمر ته لوڅ سر ګرځي په ډېره لږه موده کي د سر د حرارت درجه یې و(۱۰۸) درجو ته رسيږي چي په نتيجه کي و ماغزو یې ته سخت  تاوان رسيږي، حافظه خپله جنازه کوي، دماغ کار پرېږدي، د اعصابو رګونه چوي، چي د مرګ، لېونتوب او ناوړو پايلو سبب ګرځي چي بيا ئې درملنه ناشونې ده او که سر پټ وي، نو بيا ددې ټولو مرګاني پيښو څخه هر څوک ژغورل کيږي.

ډاکټرايم۔ جوزف (M. Josef) وايي:
لکه څرنګه چي د نړۍ تودوخه ورځ په ورځ زياتيږي،شين کوريزه غازونه د اوزون برخه ورځ په ورځ خرابوي، او د لمر زهرجيني وړانګې و مځکې ته ځان رارسوي، نو د ملګرو ملتو له لاري بايد و هر چاته دا امر وشي چي سر پټ  کړي، او که امکان وي نو سر او د ملا تير دي هم تر کالو په ښه رخت  پټ کړي، که نه!!! نو داسي وخت به راورسيږي چي انسانان به مړه کيږي او څوک به نه په پوهيږي، خلک به لېونيان کيږي او ډاکتران به نه په پوهيږي چي دا ټول د دې زهرجينو شعاوو اغيزې دي؛ نو زما مشوره داده چي ملګري ملتونه بايد پخپل منشور کي و دې ته پام وکړي، او نړېوال روغتيايي سازمانونه هم بايد په دې فاجعه خبر شي، او پوره ونډه پکښې واخلي تر څو د مځکې د کُرې د مخ زيات انسانان  له لاسه ور نه کړو۔

د يوه نړيوال روغتيا پال(ډاکټر جانسن) څرګندونې:
((د اروپا هر شخص (۳۰) واړه زخمونه لري چي دا د لمر د شعاوو له کبله څخه  دي، چي دا واړه زخمونه اکثره وخت په سرطان بدليږي.))، همدغه ډاکټر پخپله يوه اوږده ليکنه کې زياتوي، چي د لمر حرارت د انسان دفاعي نظام کمزوری کوي، او و لمر ته بربنډ ګرځېدل دومره خطرناک دي چي لکه يو څوک چي په يوه بنده کوټه کي کلف کړل شي، او بيا سګريټ ورته ولګول شي نو په داسي حالت کي دا څومره خطرناکه عمل او ناوړه پايلې لري او حجاب د ښځو لپاره په ځانګړي ډول سره يوه طبعي طبي درملنه ده، د لمر ددې شعاوو له کبله په ځانګړي ډول سره پر غاړه او مخ باندي د سرطان داغونه چي کله دومري واړه داغونه دي چي په سترګو نه معلوميږي او راښکاره کيږي، او که ئې ژر درملنه و نشي نو ضرور به د مرګ سبب ګرځي، چي د داسي سرطان ډېرې پېښې موږ ثبت کړيدي، او دا سرطان  د نارينه  و په نسبت په ښځو کي زښته ډېر دئ دا ځکه چي ښځې نسبت و نارینه وو ته زياتې بربنډې دي.

ددې سرطان له کبله هر کال په زرهاوو ښځې خپل ژوند د لاسه ورکوي.
د برطانیې د سترګو متخصص ډاکټر جان مارشل وايي:
ډاکټر جان مارشل چي د برطانیې د سترګو د ناروغيو متخصص او په (University of Technology) کي پروفيسر هم دئ وايي: د چا چي سر پټ وي، نسبت و هغه چاته چي سر يې لوڅ وي ډېر لږ د سترګو د ناروغيو سره لاس او ګرېوان وي.

د پوستکي يو مختصص ډاکټر متي، ايم نايس وايي:
د وېښتيانو لپاره د لمر شعاوي، چټلې او هغه اوبه چي کلورين پکښې زيات وي زيات مضر دي، چي دا پورته عوامل وېښتيان د نرموالې څخه کلکوالې ته بدلوي، ځلا يې ورختموي، ښايست ئې له مينځه وړي، ماتوي ئې او درځونه پکښې پيدا کوي، او بل داچي وېښتيان همواره نه ساتي، چي ددې ټولو لپاره بهترېن قدرتي اسانه درملنه حجاب دئ.

د امريکا د مشي ګن د پوهنتون يو پروفيسر د ښځو پر لباس باندي څېړنې کړيدي او داسي ليکي:
که چيري د ښځې بدن پټ نه وي، او يا ئې په پايجامه تر بجلکو کښته نه وي  نو د ښځې ښځينه هارمونونه کميږي، و هغو ته نقصان رسيږي او يا هم دا هارمونونه ډېريږي چي په نتيجه کي(Vaginal Inflammation) د مهبل التهاب،(Backache) د ملا درد، اعصابي نيمګړتياوې او کمزوريانې ښکاره کيږي.

د پوستکي يو متخصص ډاکټر(رونالډ شرمن) وايي:
د لمر زهرجيني شعاوې چي کله پر مخ ولويږي نو د مخ پوستکي ګونجې، ګونجې کوي، او ددې څخه علاوه د پوستکي د سرطان زيات امکان شته دا په ځانګړې ډول سره په ښځو کي ، او دا د دوی لپاره ښه مشوره ده چي مخپوټي استعمال کړي تر څو د مخ ښکلا ئې له منځه ولاړه نشي۔
د لمر د شعاوو له کبله د ښځو پوستکی  تورېږي، سختيږي چي بيا دا پوستکی د يخنۍ په موسم کي پرې کيږي، چوي او د ډول ډول د پوستکو د ناروغيو ښکار کيږي ۔ البته حجاب پوستکی نرم، ساتي چي د دې ټولو ناخوالو لپاره ښه درملنه ده.

په کفري نړۍ کي د نه  حجاب له کبله زنا بالجبر (Rape):
۱:امریکا: د امريکا د عدلیي رياست (U.S Department of Justice) وايي چي په امريکا کي په هرو دوو دقيقو کي د يوې ښځې سره زنا بالجبر کيږي، چي په يوه ساعت کي ۳۰ د زنا بالجبر واقعې پيښيږي،او په يوه ورځ  کي  ۷۲۰، په يوه مياشت کي ۲۱۶۰۰، او په يوه کال کي ۲۵۹۲۰۰ داسي پيښې صورت نيسي، چي دا هغه پيښې دي چي حکومت ورباندي خبر او ورسره ثبت شويدي او هغه چي ثبت شوي نه دي د هغو شمېرخو خپل پر ځای پاته دی.

۲:کاناډا: په کاناډا کي په هرو درو ښځو کي له يوې سره زنا بالجبر کيږي، د( Justice Institute of British Columbia) ادارې له مخي، هغه لږ اندازه  ئې داده چي په هرو۱۷ ښځو کي ۶ ښځو سره زنا بالجبر کيږي، په دې کي ۶۲٪ هغه ښځې دي چي که ئې فوراً درملنه ونشي نو کيداي شي چي خپل ژوند د زخمونو له کبله ورکړي. او په دې کي ۹٪ داسي ښځې دي چي لومړی وهل شوي او بيا فزيکي زخمياني شوي هم دي. د همدې تشدد  له کبله په کاناډا کي هره ورځ په اوسط ډول سره شپږ ښځې خپل ژوند د لاسه ورکوي.

۳:جنوبي افریقا:  په جنوبي افريقا کي هرکال (۵۰۰۰۰۰) پنځه لکه داسي پيښې صورت نيسي، او بله لا داچي ۳۷٪ فيصده نارينه په زنا بالجبر بوخت دي، او حال داچي دداسي زناوو، فحشاوو، او جنسي اړيکو پايله هلاکت او و مرګ ته ښه راغلاست دئ، او همدا وجه ده چي هر کال په نړۍ کي (۳.۱ ) درې اعشاريه يو ميليون خلک د(ايډز) مهلکه ناروغي وژني، (۲۲.۹)دوه ويشت اعشاريه نهه ميليونه  خلک يواځي په افريقا کي دې ناروغۍ وژلي  دي، چي دا شمېره لا ورځ په ورځ پورته کيږي او ګراف ئې لوړيږي، په ۲۰۰۹ ميلادي کال کي ۳۳.۳ ميليونه خلک په دې ناروغۍ اخته وه او په ۲۰۱۰ ميلادي کال کي دا ګراف پورته شو او ۳۴ ميليونو ته ورسېده.

۴:ايتوفيا: د ملګرو ملتو د نړيوال سازمان له سروې سره سم په ايتوفيا کي ۶۰٪ ښځې د زنا بالجبر ښکار دي، دا ځکه چي هر هغه ځای چي ودونه ډېر نه وي هلته دا لعنت شتون لري، دا يوه عادي خبره ده چي نارينه نجونې  تښتوي او تر نامعلوم وخته ورسره زنا کوي ترڅو هغه حملداره شي، په دې نجونو کي ۱۱ کلنې هم تښتول شوي دي- يواځي عام وګړي په دې کي بوخت نه دي، بلکي ډېر راپورونه د امنيتي ځواکونو او پوليسو په هکله هم ثبت شويدي.

۵: سریلنکا: نړيواله سروې دا ښيي چي کله  په سرلنکا کي کورنۍ جګړه ختمه شوه ۴کاله وروسته امنيتي ځواکونه په زنا بالجبر کي شکيل شول، ۱۵٪ د سرلنکا نارينه زنا بالجبر کوي، ۶۵٪ هغه ښځې دي چي څو ځلي  ور سره زنا بالجبر شوې ده، ۱۲٪ هغه نارينه دي چي تر۴ زياتي نجوني او يا ښځې په زورسره زناوي شويدي، په دوی کي داسي کسان هم شته چي هلکان په زوره و جنسي اړيکو ته هڅوي چي دا سلنه ئې ۳٪ ده، دا سلنه په مختلفو کلونو کي زياتيږي هم دا يو بشري ناوررين دئ نه يواځي په سرلنکا کي بلکي په ټوله نړۍ کي.

۶:سويډن: په سويډن کي ۶۹٪ زنا بالجبر کيږي، په هرو۳ ښځو کي يوه ښځه د زنا بالجبر ښکار ده،  په ۲۰۰۳ ميلادي کال کي په ټوله اروپا کي  په سويډن د زنا بالجبر سلنه ډيره وه.

۷: ليسوتو: په دې هيواد کي ۸۹٪ زنا بالجبر کيږي، د ملګرو ملتو د۲۰۱۱ کال د راپور له مخي، چي ددې ناورين په هکله يوې اين جي اوز(Kick For Life) هم دا سروې خپره کړې وه، چي ګواښ يې کړيدئ که چيري ددې  ناورين مخه ونه نيول شي دا به بد عواقب ولري دا ځکه چي ۹۳ کلنه ښځه هم ددې لعنت ښکار شوه.

۸: روسيه: د دوهم نړيوال جنګ وروسته کله چي سرې لښکري پر مختلفو سيمو باندي راغلې نو زنا بالجبر ئې زښته ډېره وکړه، چي ډېري ښځي پکښې ووژل شوې.

۹: جرمني: په جرمني کي دا شرمېدلي کار زښته ډېر دئ چي ددې لعنتي کار له کبله (۲۴۰۰۰۰) دوه لکه څلويښت زره نجوني او ښځې مړې شوي دي، که څه هم په نړۍ کي تخنيک پرمخ روان دئ خو بل لور ته انسانيت  او بشريت له منځه ځي او کډه کوي.

۱۰: برطانيه: په برطانيه کي د ټکسي زناوي زښته ډېري دي، هيڅ داسي ټکسي به نه وي چي په هغه کي زنا بالجبر نه کيږي، په انګلينډ او والز(England and Wales) په هره اونۍ کي لږ تر لږه ۹۰ زنا بالجبر صورت  نيسي.چي دا يې هغه شمېره ده چي ثبت شوېده.

۱۱: هندوستان: په هندوستان کي دا ناوړه کار زښته په تيزۍ سره روان  دئ، په هرو۱۰ دقيقو کي  يوه زنا بالجبر صورت نيسي، زيات دا کار په بسونو کي هم صورت نيسي اکثره وخت داسي پيښيږي چي د يوې يا زياتو نجنو او يا ښځو سره زنا بالجبر وشي بيا وروسته ووژل شي او و غورځول شي- داسي دوسيې هم ثبت شوي دي چي د يوې نجلۍ سره د۵-۹ کسانو پوري دا ناوړه کارشوي دئ. په ۲۰۱۲ ميلادي کال کي ۲۴۹۲۳ دوسيې ثبت شويدي.

همدارنګه باتسوانا ۹۲٪،سويتزرلنډ ۷۸٪،پاناما ۲۹٪، برمودا ۶۸٪، اسرائيل ۲۲٪، اسټرليا ۳۳٪، او داسي نور…

ددې ټول لعنت لپاره د حل لاره صرف او صرف حجاب دی، دا چي ښځې بربنډې ګرځي همدا یې برخلیک وي، نو تاسي موږ ته وایاست چي تاسي پخپلو ښځو باندي شکمن یاست، حال دا چي ژوند او حیثیت ستاسو ختم دی، د ښځو په هکله مو شک په هلاکت بدل سویدی،  په اسلام کي که واده سوې یا غیر واده شده ښځه زنا وکړي سزاء به ضرور ویني، خو په عیسائیت کي دا هر څه ازاد دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx