شعـــــرونه

د شورويانو ماتې/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

زمونږ زړه زمونږ وجدان د سنګرو
زمونږ عزم زمونږ ایمان د سنګرو

دا سنګر سنګر مسکن د ابدالي دی
مونږ شړلي دي روسان د سنګرو

لیوال نه یو موږ په کور کې د بنګړیو
هر زلمی مو دی قربان د سنګرو

په ځانګو کې د غیرت یو ځنګیدلي
بر مو عزم بر مو شان د سنګرو

ټیټ مي مه بوله غلیمه هسک مي بوله
ما مات کړي دي جهان د سنګرو

لکه توره داسي ټینګ یو رب روزلي
زمونږ عهد زمونږ پیمان د سنګرو

مونږ تاریخ د ایوب خان را ژوندي کړي
ورک به کړو وحشي غربیان د سنګرو

زه تپاند زُهاد یې شمعه د مورچل وای
صدقه شم د  جانان د سنګرو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx