نظــر

روبات ډوله افغانان!

عبدالله وردګ

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، د روبات (Robot) په هکله په رسنیو کې کله ناکله یادونه کیږي. له روبات څخه په هغو کارونو کې چې هغه ډېر تکراري، او یا له ډېر خطر سره مخامخ وي، کار اخستل کیږي.

د یوه روبات د ډیزاین په هکله ډېر فکر په کار اچول کیږي او بیا دغه روبات د یوه منظم پلان شوي پروګرام له مخې پکار اچول کیږي. روبات هغه کارونه او برنامې سرته رسوي، چې د روبات پروګرامر او یا کنترولر یې غواړي.

د هرکار لپاره ځانګړي روبات ډیزاین او بیا د همغه خاص کار د سرته رسولو لپاره ګمارل کیږي.

د دغې لیکنې مقصد صنعتي روبات ندی، بلکې اصلي هدف یې، روبات ډوله انسانان دي، چې هغوی هم د صنعتي روبات په شان، د هغې د پروګرامر او یا کنترولر د برنامې له مخې، د هغوی پروګرام مخ ته وړي.

د یادولو وړ ده، چې د هر ډول برنامو د سرته رسولو لپاره، له مناسب روبات څخه کار اخستل کیږي او دا په هغه پورې تړلې ده، چې پروګرامر یې څه پروګرام (برنامه) ورته ترتیب او تعین کړې ده.

ځینې انسانان هم کټ او مټ د یوه صنعتي روبات په شان عمل کوي. یا په بل عبارت، دغه روبات ډوله انسانان، هغه کارونه سرته رسوي، چې کوم د دوی بادارانو ورته ترتیب کړي وي. دغه روبات ډوله انسانان د دغه پلان شوي پروګرام نه پرته، بل هېڅ شی پخپله نشي اجراء کولای.

متأسفانه، دغه روبات ډوله انسانان، په اوسني افغانستان کې ښه پرېمانه شتون لري، او نیږدې د ټولو ملکونو ځانګړي روبات په اوسني افغانستان کې، د تخریب په کارونو بوخت دي.

دغه د بهرنیو ملکونو پروګرام شوي روبات، په هر وخت او هر ځای کې د خپلو بادارانو برنامې، د دوی د خوښې مطابق، پرمخ بیایي.

هېره دې نه وي، چې د روبات برنامه او پروګرام، یوازې او یوازې، د هغه د پروګرامر په کنترول او واک کې وي، او هر وخت به هغه شی کیږي، چې پروګرامر او کنترولر یې غواړي.

دا خبره هم باید ذکر شي، چې ځینې صنعتي روبات، د ښو ګټورو کارونو د سرته رسولو لپاره هم کارول کیږي، چې د هغوی لاسته راوړنې زیاتره خلکو ته معلومې دي، چې د یادولو اړتیا یې دلته نه لیدل کیږي.

مګر دا ټکی هم باید ذکر شي، چې متأسفانه، انساني روبات، زیاتره د بدو برنامو او بدو کارونو د سرته رسولو دپاره کارول کیږي، چې د هغوی پایلې هم زیاتره افغانانو، په خپلو سترګو ښې لیدلې دي.

دلته خبره د انساني روبات په هکله ده، چې باید هېڅکله یو په اسلام او وطن مین افغان، د پردیو په لاس پروګرام شوي روبات له خپل ځانه جوړ نکړي.

که چېرې د ځینو افغانانو کړنو او خبرو ته ښه غور وشي، نو په ریښتیا سره به دا جوته شي، چې دوی د یوه پروګرام شوي انساني روبات په شان عمل کوي. د دوی خبرې، د دوی کړنې، او د دوی برنامې، ټولې د دوی د ظالمو بادارانو پذریعه ترتیب، رهنمایي، او کنترول کیږي. دوی ته یوازې دغه پروګرام شوې برنامې ورکول کیږي، او دوی یې بیا بې له کومې پوښتنې په عمل کې پیاده کوي. دغو روبات ډوله افغانانو خپله اراده، بل چاته د شخصي ګټو په مقابل کې پلورلې ده، او دوی پخپله هېڅ شی هم نشي کولای!

د یادولو وړ ده، چې هغه سړی به ډېر نېک بخته انسان وي، چې هغه اسلام او وطن ته وفادار وي. نو که په چا، الله(ج) دا پيرزوینه کړې وي، چي هغه یې د نېکو اعمالو د سرته رسولو دپاره مامور او پروګرام کړی وي، نو هغه په ریښتیا سره یو ډېر نېک بخته انسان دی، او هغه باید د الله(ج) ډېره شکرانه پرځای کړي.

کله کله داسې هم واقع کیږي، چې د همدغه روبات ډوله انسانانو، ورکړل شوي پروګرامونه، د ځینو ستونزو سره مخامخ شي، چې پدې صورت کې کېدای شي، دغه روبات ډوله انسانان، د لېونيانو په شان عمل ترسره کړي، چې د هغې په نتیجه کې به خپل ځانونه، او نور د بربادۍ سره مخامخ کړي.

هیله ده، چې په ګران افغانستان کې د دغه روبات ډوله انسانانو مخنیوی وشي. یعنې د دوی د تغذیې مزي، باید ژر تر ژره په ښه توګه پرېکړل شي.

د یادولو وړ ده، که چېرې د دغه روبات ډوله انسانانو د تغذیې مزي، په سمه منل شوې طریقه قطع نشي، نو د دې امکان شته، چې د تغذیې مزي، پخپله دغه د مزي غوڅونکي مړه کړي.

د پام وړ ټکي!
راځئ! خپل ځانونه د بهرنیو کړیو روبات نکړو. مونږه او تاسې باید له خپل مغز څخه په ښه توګه ګټه واخلو، او یوازې هغه کارونه سرته ورسوو، چې د اسلام سپېڅلي دین د هغو د کولو امر راته کړی دی.

هېره د نه وي، چې د افغانستان خلک، الحمدلله، لومړی مسلمانان، او  بیا افغانان دي؛ نو هېڅ افغان باید د بل کوم ملک لپاره، د روبات دنده سرته ونه رسوي.

الله(ج) دې، د دغه غیرتي وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې، سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العٰلمین.

په پای کې د الله(ج)، د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج)، ته قبوله او منظوره وي. همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي.

امين يا رب العلمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

محترم وردګ صاحب داددوی دخوښی اواختیارکارندۍدوی الله دغسی بی ضمیره وطن فروشه اوذلیله پیداکړی دی په دی انسان نسی پوهیدای چه ولی،وګوره یوهندوډاکټرڅنګه دغواادرارچښی زموږپه نظرڅونه نجس کاردۍ الله په قرآنکریم کی فرمایی:انسان موداستعداداوتکامل دعالی ترینودرجووخلاقۍ اوبیاموپست ترینودرجوته وګرزاوۍ چه دغه عالی ترینودرجوته دعلم په واسط رسیږی موږنادراوظاهرشاه دانګریزانوپه هدایت له علمه واچولوکه غورو کی ایران چه علم یی درلوددکمونسټانوچه دملک دریښوپریکیدونکی چنجیان دی څنګه دملکه وشړل اوملک یی ځنی پاک کۍ ترننه ددوی انقلاب قایم دۍ زموږدقرآنه ناخبروملایانونه داچه ملک یی نکۍ ځنی پاک نوریی وروزل چه په ملک کی بیاقدرت ته ورسیدل اوس ملک نسوځنی خلاصولا،قرآنکریم دالله کلام… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx