افغانستان

غني: د شوروي ځواکونو نامسئولانه وتلو کورنۍ جګړې پېښې کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر  ټولو ټيټي کچې ته راټيټ شوی؛ د کابل حکومت مشر  «اشرف غني» وايي، د شوروي ځواکونو نامسئولانه وتل د کورنیو جګړو لامل شول، چې دده په خبره باید زده کړه ترې وشي.

غني د جدې د شپږویشتمې په مناسبت خپاره شوي ويډيويي پيغام کې ویلي، چې د شوروي ځواکونو نامسئولانه وتلو او د افغانستان راتلونکې لپاره د سالمو تدابیرو نشتون په افغانستان کې څو بعدي کورنیو جګړو ته لار هواره کړه او په پایله کې يې د افغانستان امنیتي ځواکونه او بنسټونه له منځه ولاړل.

غني وړاندې وړاندیز کړی، چې باید له تېر څخه زده کړه وشي او په خبره یې، اوس د یوې تلپاتې او دوامداره سولې د تامین فرصت رامنځته شوی، چې ګټه باید ترې واخیستل شي.

د غني له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ  د لاسلیک شوي تړون په اساس زرګونه بهرني عسکر له افغانستانه وتلي او ښایي د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نظامي حضور صفر ته راټيټ شي.

د غني حکومت پر امریکا ټینګار کوي، چې له طالبانو سره لاسلیک کړی تړون بیا ځلې وارزوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو مخه ونیسي.

ورته مهال طالبان بیا د بهرنیو ځواکونو بشپړ خروج خپله سره کرښه بولي او د جدې د شپږویشتمې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې يې پر امریکا غږ کړی، چې له افغانستانه ځواکونه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د اشغلګرو او غلامو ادارو مثال د فاحشو او لونډانو دی . پرون روسانو زمونږ هیواد د وسلوالو غلو په شان اشغال او د یو شمیر کمونستانو یی غلامه اداره جوړه کړی وه او هغه یی هم په څو ټوټو ویشلی وه چه لوی ټوټی یی خلق او پرجم یادیدلو دا کار یی د همدی د خاطره چه غلامان کنترول کی وساتی او د خپلواکی فکر ورسره خلق نه شی، او نن هم امریکا یی اشغال غلامه اداره جوړه کړی او د وسله والو غلو په شان یی زمونږ هیواد اشغال کړی ، غلام غنی ( فاحشه ) فرمایی چه… نور لوستل »

PATTANG

د مذدور سترګو ته کورۍ ، داسې خړې یې نیولې دي لکه د شیرګویو په غلا چې ګیر شوی وي‌!!‍‍‍‍‍‍‍

ملا جانان

یا داسي سترګي یې نیولي دي لکه …. چي یې ورکړې وي ( بې ادبي معاف)

دوکتور غروال

اشرف غنی ، دابابولانی دی چی د ستا خولی څخه راوزی ، دا امریکا وه او تاسی په شان تربیه شوۍ خلیلزاد وو چی د پنجابی پاکستان څخه او همدارنګه روسانو خپل ساتل شوۍ ګوډاګۍ احمدشا مسعود ( چی شاوخوا ئي ټول پرچمیان وو راتاو وو) په کابل خوشی کړل او تاسو محترم د خلیلزاد سره څنګ په څنګ د افغانستان بدبختی لپاره مشغولیت درلود او اوس ئي ددی قاتلانو سره متحد کړۍ ئي او امریکا غواړی چی د قاتلانو حلقه زیاته کړی او لیده کیږی چی د تاسو خدمت ته نور ضرورت نه احساس کیږی تاسو به هم اوس… نور لوستل »

ملا جانان

غني هم اوس د نخودک او ماربیچړي د نقل کارونه پیل کړي دي. ماربچړي چي په کومه شپه د نخودک په پټه د کارګانو خزانه غلا کوله نو یې په سرای او کوڅه کي کشمش وپاشل سهار چي نخودک راویښ سو ګوري چي په سرای او کوڅه کي کشمش پراته دي. چي پوښتنه یې وکړل ماربچړي ورته ویل چي برایي د کشمشو باران وسو. بیا چي نخودک د ماربچړي په غلا خبر سو، هر چاته به یې ویل چي ماربچړي چي په کومه شپه د کارګانو خزانه غلا کړل په هغه شپه د کشمشو باران سوی وو. اوس هم چي… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx