شعـــــرونه

د مينتوب او عاشقۍ خبرې مه يادوه/ همت

همت له پکتيا څخه

د مينتوب او عاشقۍ خبرې مه يادوه
ماته د خپلې زندګۍ خبرې مه يادوه

زړګی مې غواړي خو بس څه وکړم بيا کله راځې؟
سر به در تور کړم پخوانۍ خبرې مه يادوه

که ليونی نه وم نو شک مې ليونتوب کې نه و
والله شرمېږم لېونۍ خبرې مه يادوه

داسې به ډېر کلونه تېر شي خو بس څه ووايم
د څوارلسم کال د ځوانۍ خبرې مه يادوه

پښتونه فکر وکړه نن او د سبا په اړه
هر څه چې شوي پرونۍ خبرې مه يادوه

چې د مظلوم ولس فرياد پکې سندره نه کړي
بيا د همت د شاعرۍ خبرې مه يادوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx