شعـــــرونه

شنډې فلسفې/ فدا محمد نومير

فدا محمد نومير

ستا د عقل د مارغه وزرې لنډ دي
فلسفې د استراخس، فيثاغورث شنډ دي

ارسطو او افلاطون خاورې په خوله سوه
سره اورونه د جهنم يې په شا پلنډ دي

مارکس، انګلز په خپله خپله لاره ولاړل
د هيګل فکر، افکار اوس خوسا ډنډ دي

ته هم اوس د محدود عقل کړې خبرې
د لومړي صنف په زده کړې باندې ملنډ دي

عقل دې نه رسي د نقل و بيان ته
مخکې ګوره چې په وړاندې دې څه خنډ دي

سرټمبه  څله په ځان باندي کړې ټوکي
خارجي، معتزلي افکار بربنډ دي

اسلام کله هم د عقل خلاف نه دی
ته چې وايې دا همه ويل د سنډ دي

دا باطل فکر دې مه وايه نومير ته
عاصيتوب دې له ازله څه په ونډ دي

متحده يالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx