شعـــــرونه

سور اور که دې له سترګو را ورېږي/ ریحان

شفاعت ريحان

سور اور که دې له سترګو را ورېږي، سيي کېږي
ځه څۀ چې دې په ما باندې لورېږي، سيي کېږي

د چا د ياد په غشي چې وي ښکليه! لګېدلی
دا زړۀ به تۀ وا بيا ځلې رغېږي؟ سيي کېږي

پاچا، وزير، والي، قمندانان ټول لوټماران دي
هيواد په خاينانو ابادېږي، سيي کېږي

روسانو له نجيب نۀ ماته وخوړه بېشکه
غني نه امريکا خواره بېرېږي، سيي کېږي

زما د سلګکيو پروا مه ساته، روان شه
دا ستا به هم پر چا زړګی خوږېږي؟ سيي کېږي

مُسکی شم؟ پام مې واړوم؟ ژوندون مخې ته يوسم؟
له چا نه به جانان داسې هېرېږي؟ سيي کېږي

تر اوسه دې لا نوم د شفاعت په لاس ليکلی؟
تر اوسه دې لا هغسې يادېږي؟ سيي کېږي

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx